Language Switcher

RJ Social Icons

Facebook Likebox Slider

د افغانستان د سولې عالي شورا هئیت چې د مسکو په غونډې کې یې ګډون کړی وو خپل کاري رپوت وړاندې کړ

د افغانستان د سولې عالي شورا څلور تنه مرستیالانو چې د افغانستان په استازولی یې د مسکو په غونډې کې ګډون کړی وو خپل کاري رپوټ نن د ۱۳۹۷ کال د لړم میاشتې په ۲۲ مه نیټه د یوې مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د هیوادوالو سره شریک کړ.
img moscow hpc delegate to moscow talks nov 9 18 1د سولې عالي شورا مرستیال ښاغلي عزیز الله دین محمد وویل چې په یاد کنفرانس کې یې د هیوادوالو ټول شته ستونزې له ګډنوالو سره شریک کړي دي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه چې د مسکو په غونډې کې یو ځل بیا ټولو ګډونکونکي هیوادونو د روسیې په شمول دا ومنله چې د بین الافغانی مذاکراتو څخه ملاتړ کوي. هغه د یاد کنفرانس د مثبتو پایلو ته په اشارې سره دا هم وویل چې ګډونکونکي هیوادونه په یوه غږ دا ورسره منلي چې په افغانستان کې د جنګ پای ته رسیدل د افغانانو حق دی او د سولې پروسې او مذاکراتو مالکیت دې د افغانانو سره وي او نړیوال دې په یاد پروسه کې د تسریع کولو په برخه کې مرسته وکړي.
د ښاغلي دین محمد په وینا د ګډونکونکي هیوادونو استازي له طالبانو وغوښتل چې د افغان حکومت سره دې په مستقیمو مذاکراتو هوکړه وکړي ترڅو په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي.
په همدې حال کې د سولې شورا مرستیال مولوي عطا الرحمن سلیم چې د افغانستان د سولې عالي شورا د هئیت بل غړئ و، وایی: له طالب استازو سره په یو میز کې کیناستل او د هیواد په روانو وضعیت بحث کول په خپل ذات کې یوه لویه لاسته راوړنه ده.
د نوموړي په وینا ټولو ګډونکونکو هیوادونو توافق درلود چې په افغانستان کې روانه جګړه بند شي او د مذاکراتو لپاره چمتوالی ونیول شي.
د مسکو ناسته د ۲۰۱۸ کابل د نومبر میاشتی په ۹ مه نیټه د افغانستان په شمول د دولسو هیوادونو او د طالب ډلې هئیت په ګډون د روسېې په کوربه توب ترسره شوه. چې د افغانستان څخه د سولې عالي شورا مرستیالان حاجی عزیز الله دین محمد، مولوي عطا الرحمن سلیم، مولوي عبدالخبیر اچقون او آغلې حبیبه سرآبي په کې ګډون کړی وو.

خبرنامه جدید

سولې او پخلاینه

Peace Reconciliation Booklet Pashto Page 01

صلح و آشتی

Peace Reconciliation Booklet Dari Page 01