Language Switcher

RJ Social Icons

Facebook Likebox Slider

د زابل ولایت دیني عالمانو د سولې له بهیر څخه ملاتړ اعلان کړ

د زابل ولایت مرکز قلات کې د دې ولایت له مختلفو ولسوالیو څخه دیني عالمانو د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. یاده غونډه چې د یاد ولایت د سولې ولایتي img zabul ulema support peace nov 12 1کمیټې په تالار کې ترتیب شوې وه، په یوه ږغ ټولو علمای کرامو د سولې له بهیر څخه ملاتړ اعلان کړ او ټینګار یې وکړ، چې بین الافغاني مذاکراتو ته دې لار پرانستل شي او هم یې د جګړې د ښکیلو غاړو څخه غوښتنه وکړه، چې د سولې ته د نزدې کېدو په پار دې اوربند اعلان کړي.
یاده غونډه چې د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، په لومړي سر کې د ښه راغلاست لپاره ددې ولایت د سولې ولایتي کمیټې منشي او دارلانشا مسول سردارولي سرحدي لنډه وینا وکړه. ورپسې ددې ولایت د سولې ولایتي کمیټې رئیس عبدالغني توخي د سولې پر پرمختګونو رڼا واچول او زیاته یې کړه، چې سولې ته نژدې شوي یو.
د غونډې یو تن دیني عالم مولوي فضل احمد میرخیل د سولې په تړاو ارزښتناکه img zabul ulema support peace nov 12 2خبرې وکړې او هم یې  زیاته کړه، چې اوسنۍ روانه جګړه ناروا او ددوو مسلمانو ورونو ترمینځ ده، نوموړي وویل چې سوله د اسلام له مهم ارکانو څخه ده او په تړاو یې باید هر راز هلې ځلې وشي. ددې ترڅڼګ د زابل د علماو شورا رئیس مولوي محمدیوسف د سولې د اسلام له نظره تفصیلي خبرې وکړې او د حدیبې سولې ته په اشاره یې وویل، چې زموږ خوږ پیغمبر د کفارو سره د سولې تړون کړی و، ولې بدبختانه موږ مسلمانان له کلونو راهیسې په خپل مینځ کې د سولې په تړاو څه نه شو کولای.
همداراز د زابل د سولې ولایتي کمیټې د عامه پوهاوي مسول اعجازالحق واحیدي د سولې د پرمختګونو، نوښتونو او ارزښتونو په تړاو د قران په رڼا کې لنډه مقاله وړاندې کړه او هم یې له علما کرامو غوښتنه وکړه، چې په دې بهیر کې همکاري وکړئ.
په پای کې مولوی عبدالباري د مکې امامانو او مدینې د امامانو فتوا ته په اشاره سره وویل، چې نور داسي سپیڅلی اسلامي ممبر پاته نشو، چې دا جګړه ناروا وبولي ولې بیا هم د جګړې ښکیلي غاړې جګړه کوي. یاده غونډه کې چې شاوخوا پنځوس تنو علما کرامو ګډون کړی و، ټولو په یوه ږغ د راتلونکې جمعې ورځ په ټولو مرکزي او اطرافي مسجدونو کې د سولې کمپاین تر عنوان لاندې په خطبو کې د سولې په تړاو د خبرو موضوع وټاکل او د خپل کلک ملاتړ ډاډ یې ورکړ، چې د سولې له بهیر څخه به ملاتړ کوي.

خبرنامه جدید

سولې او پخلاینه

Peace Reconciliation Booklet Pashto Page 01

صلح و آشتی

Peace Reconciliation Booklet Dari Page 01