Language Switcher

RJ Social Icons

Facebook Likebox Slider

د اندونیزیا علماوو شورا پلاوی: افغانستان کې د سولې ټینګښت له پاره جدي هڅې کوو

د اندونیزیا هېواد د علماوو شورا مرستیال په مشرۍ کابل ته د راغلي پلاوي په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه د سولې عالي شورا له غړو سره وکتل او د img kabul indo ulema delegation meet hpc aqrab 12 1راتلونکو ګډو ناستو په اړوند چې په اندونیزیا کې به ترسره کېږي خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې چې نن شنبه د عقرب په ۱۲ نیټه ترسره شوه او د اندونیزیا هېواد د علماو شورا مرستیال چې د یاد پلاوي مشري کوله وویل، موږ له افغانستان سره د سولې په پروسه کې خپلې همکارۍ جاري ساتو او په دې برخه کې به جدي او همغږي فعالیتونه پر مخ وړو.
د اندونیزیا د علماو شورا مرستیال ډاکټر محی الدین جنیدي وویل، موږ هڅه کوو چې په نږدې راتلونکې کې له تروریزم سره د مبارزې د څرنګوالي په هدف او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت له پاره درې جانبه او د ګاونډیو هېوادونو په شمول نړیوال کنفرانس ته د چمتووالي له پاره مشورې کوو.
img kabul indo ulema delegation meet hpc aqrab 12 2د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په موخه له دوست هېواد اندونیزیا له هلو ځلو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د یاد هېواد د هڅو په نتیجه کې د سولې په برخه کې پرمختګ راغلی او د سولې د پروسې او مذاکراتو لپاره به مهم او موثر ګامونه واخیستل شي.
د نوموړي په خبره د سولې په پروسه کې د اندونیزیا هېواد هڅې د ستایلو وړ دي او تر دې دمه یې مثبته نتیجه ورکړې.
د یادونې وړ ده چې د هېواد د سولې او ثبات د ټینګښت په موخه مخکې هم د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني علماوو ګډه ناسته د اندونیزیا هېواد په کوربه توب ترسره شوې وه چې ښې پایلې یې درلودې.

خبرنامه جدید

سولې او پخلاینه

Peace Reconciliation Booklet Pashto Page 01

صلح و آشتی

Peace Reconciliation Booklet Dari Page 01