Language Switcher

RJ Social Icons

سوله د افغان ولس د عزت او پرمختګ لامل ده

"سوله او امنیت د خوښې، عزت ساتلو او پرمختګ لامل ګرځی. موږ افغان مدني فعالانې ښځې د هیواد له دینی عالمانو، قومي مشرانو، ولسمشر او نړیوالې ټولنې څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د هیواد د اوږدې تپل شوې جګړې په پای ته رسولو کې صادقانه هلې ځلې وکړئ ترڅو ځپل شوی افغان ولس د جګړې له ناخوالو څخه خلاص او په هیواد کې د سولې فضا حاکمه شي."
img kand womengathering hoot 7داخبره په کندهار کي د جوانه په نوم د ښځو د رهبری او مدیریت د زده کړو ښوونکې څانګې بابۍ د ښځینه مدني فعالانو د سولې عامه پوهاوي په هغه غونډه کې وکړه چې د سولې شورا ولایتی دارالانشاء د عامه اړیکو او پوهاوی څانګې له خوا د کب د میاشتې په ۷ نیټه د ښځو چارو ریاست په تالار کې جوړه شوې وه.
د سولې عامه پوهاوي په دې غونډه کې د کندهار د سولې ولایتي کمیټې منشی جمیلې یوسفی د سولې د ګټو او د جګړی د زیانونو په اړه په خبرو کی وویل: "تاسو شاهدان یاست چې تپل شوی جګړې له افغانانو څخه هرڅه واخستل. زموږ د هیواد دښمنان هڅه کوی د جهاد په نوم د جګړې اور بل وساتي چې زما په فکر دا د افغانانو د بی اتفاقۍ نتیجه ده. که افغانان سره یو شي او په ګډه کار وکړي دغه لعنتي جګړه به ژر پای ته ورسیږي. زه د سولې عالي شورا په استازیتوب ستاسو خویندو څخه هیله کوم چې زموږ د سولې او پخلاینې پیغام پخپله یا هم ستاسو د دوستانو په ذریعه د وسله والو مخالفینو تر غوږونو ورسوي چی د جګړې پرځای باید سوله غوره کړئ ترڅو د هغوی ژوند وژغورل شي. له بلی خوا څرنګه چې سوله او وروري د الله پاک غوښتنه او امر دی نو هر مسلمان باید د خپل خدای جل جلاله امر پرځای او سوله وکړي."
وروسته د ښځو د رهبری او مدیریت د زده کړو ښوونکې هم سوله د افغانانو عزت، خوښی او پرمختګ وباله، غوښتنه یې وکړه چې هر مسلمان باید د خپلو هیوادوالو د عزت ساتلو او ترقي په خاطر د سولې او پخلاینې لاره ونیسی. داځکه موږ ولیدل چې د جګړې له امله د هیوادوالو کورونه خراب او ووژل شول خو هیڅ ګټه یې ونه کړه. مخالفین اخر اړ دی چې سوله وکړی نو هغوی باید همدا اوس د خپلو هیوادوالو د وژلو د مخنیوي په خاطر د سولې لاره غوره او پرخپلو هیوادوالو رحم وکړی.
په آخر کی برخه والو د سولې د تامین په لاره کې خپل نظرونه وړاندې او په دولتي ادارو کې فساد، بهرنی لاسوهنې او د افغان ځوانانو بیکاري او بی وزلي د سولې په لاره لوی خنډونه یاد کړل او د سولې د عامه پوهاوي په برخه کې د دیني عالمانو فعاله ونډه ډيره مهمه وبلله.

تقویم سال ۱۳۹۶