Language Switcher

RJ Social Icons

د اروپایی اتحادیې پلاوي د سولې عالي شورا د رهبري سره ولیدل

د اروپایي اتحادیې د پارلمان یو لوړ پوړی پلاوی چې مشري یې د یاد پارلمان د افغانستان د کمیټې رئيس ښاغلي پیتروس   (Petras AUSTREVICIUS) کوله، د سولې عالي شورا مرستیالې آغلې حبیبه سرابی سره د روان کال د حوت په ۲ نیټه د سولې عالي شورا په دفتر کې لیدنه وکړه. په دې ناسته کې د اروپایي اتحادیې د پارلمان د پلاوي د غړو ترڅنګ، د سولې عالي شورا مرستیال او د دارالانشاء سرپرست محترم عبدالکریم خدام، د سولې img kabul eu meet hpc exec hoot 2عالي شورا د مقام د دفتر رئیس محترم محمد ولی نعیمی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء مرستیال محترم داکتر بشیر فاروق هم ګډون درلود.
په ناسته کې د افغانستان پر روان وضعیت او مهمو موضوعاتو تر هر اړخیزو خبرو وروسته، د اروپایي اتحادیې د پارلماني پلاوي مشر ډاډ ور کړ چې د افغانستان په بیلابیلو انکشافی برخو کې  به د اروپایی اتحادیې مرستې تر ۲۰۲۰ کال پورې دوام وکړي او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د تیرو کلنو لاسته راوړنې اروپایی اتحادیه ته ډیر اهمیت او ارزښت لري او هیڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې دا لاسته راوړنې له منځه یوسي.
آغلې حبیبه سرابی د سولې عالي شورا پر لاسته راوړنو سربیره په هیواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت پر لاره پرتو ستونزو ته په اشارې سره وویل: د ولس مشر لخوا د سولې عالي شورا د نوې رهبري د ټاکلو راهیسي د سولې په پروسه کې مهم ګامونه اخیستل شوي چې د سولې عالي شورا کافي لاسته راوړنې هم لري. په دغه موده کې د سولې عالي شورا نوې رهبري په دریو مهمو موضوعاتو (۱- د سولې عالي شورا نوی تګلاره یا ستراتیژی، ۲- داخلی اصلاحات، او ۳- د مخالفینو سره مذاکرات) ځانګړي تمرکز درلود چې د دغو کارونو د سرته رسولو لپاره د سولې عالي شورا د رهبرۍ ګمارل شوي غړي په کافي اندازه لاسته راوړنې لري. د بیلګې په توګه د حزب اسلامي سره د سولې مذاکرات په بریالیتوب سره سرته ورسیدل چې په پایله کې یې د سولې موافقتنامه په بشپړ ملي ملاتړ سره لاسلیک شوه او اوسمهال د دې موافقتنامې پر طبق کار روان دي. په افغانستان کې دا لومړې ځل وو چې د مخالفینو سره په مذاکراتو کې یو ښځه د مذاکره کوونکی ټیم غړې وه. همدارنګه د سولې عالي شورا نوې رهبري د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په همکارۍ د سولې نوې ستراتیژي ترتیب او د تصویب په موخه یې د افغانستان جمهوري ریاست دفتر ته استولې ده چې ډیر ژر به نهایي او په رسمي توګه اعلان شي. د سولې عالي شورا لپاره د دی ستراتیژۍ تطبیق په لومړیتوب لري او د دژې کار لپاره د سولې عالي شورا د ولایتي کمیټو شتون اړین بلل کیږي که څه هم تر اوسه کمک کوونکی هیوادونه چمتو نه دي چې  د سولې دغه ولایتي کمیټې تمویل کړي.
وروسته ښاغلي محمد ولی نعیمی د یاد پلاوي د هغې پوښتنې چې د ۱۹۷۹ کال راهیسي په افغانستان کې د جګړې له امله د افغانانو د تلفاتو شمیر څومره دي، وویل: که څه هم مشکله به وي چې د دغو تلفاتو د دقیق ارقامو په اړه معلومات درکړم ولي کولای شو دغه موده په دریو برخو وویشو یعنی له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۹۲، له ۱۹۹۲ څخه تر ۲۰۰۱ او د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۶ پوري. د جګړي په لومړي برخه کې (له ۱۹۷۹- ۱۹۹۲) افغانانو په افغانستان کې د روسانو د مداخلې په وړاندې ملي جهاد وکړ چې په دغه موده کې تر ۶ میلیونه زیات افغانان له هیواد هجرت ته مجبور او تر ۲ میلیونه زیات افغانان شهیدان او ټپیان شول. د جګړې په دوهمه برخه (۱۹۹۲-۲۰۰۱) کې متاسفانه د کمونیزم له شکست څخه وروسته څرنګه چې نړیوالې ټولنې افغانستان یواځې پریښود، تحمیلي جګړه پیل شوه چې په پایله کې یې یو زیات شمیر افغانان شهیدان او ټپیان شول او یا هم له هیواد څخه تیښتې ته اړ شول. د جګړې وروستې برخه (۲۰۰۱- ۲۰۱۶) کې بیا هم د تروریزم پر وړاندې افغانانو ډیرې قربانې ورکړی دي او یو زیات شمیر افغانانو د تروریستي اعمالو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ناستې په پای کې طرفینو تاکید وکړ چې د نورو معلوماتو د تبادلې په موخه به په راتلونکې کې هم ورته ناستې ولري ترڅو وکولای شي په بیلابیلو برخو کې یو له بل سره همکاری وکړي.

تقویم سال ۱۳۹۶