Language Switcher

RJ Social Icons

ولسي مشران باید د جګړې د پای ته رسیدو لپاره جدي مبارزه وکړي

تپل شوې جګړې افغان ولس ته ډیر مالي او ځاني زیان واړاوه، نو ولسي مشران نور د دې ناروا جګړې د پای ته رسیدو لپاره جدي مبارزه وکړي.
دغه خبره د کندهار د سولې ولایتي کمیټې منشي جمیلې یوسفي د سولې په اړه د عامه پوهاوي په هغه غونډه کې وکړه چې د کندهار ښار د کاکا سید احمد ښځینه لیسې د لوړو ټولګیو د زده کونکو په ګډون د لیندۍ میاشتې پر ۱۴img kand saydahmad school meet qaws 14 1 نیټه د سولې ولایتي کمیټې د دارالانشاء د عامه اړیکو او پوهاوي څانګې له خوا په یاده لیسه کې جوړه شوې وه.
په پیل کې د یادې لیسې تدریسي مرستیالې رڼا، د سولې ګټې او د جګړې زیانونه په ګوته کړل، ورپسې د سولې ولایتي کمیټې منشي د تپل شوې جګړې د مخنیوي په برخه کې د افغان ولسي مشرانو مسولېتونه په ډاګه کړل زیاته یی کړه: چې مشران دې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره جدي مبارزه وکړي.
 په آخر کې برخه والو زده کونکو د افغان مشرانو د مسولېتونو د پرځای کولو او د سولې عامه پوهاوي د زیاتیدو غوښتنه  وکړه.
د یادونې وړ ده چې د روان کال د قوس په ۱۲مه هم د کندهار سولې ولایتي کمیټې د دارالانشاء د عامه اړیکو او پوهاوي څانګې له خوا د میرویس مېنې د ښځینه لیسې په انګړ کې ورته غونډه جوړه شوې وه.
د غونډې په پیل کی د میرویس مینې د ښځینه لیسې مدیرې دانش وینا درلوده او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې څرګنده کړه چې سوله د هر هیوادوال مهمه هیله او غوښتنه ده او هر افغان باید د سولې د ټینګښت لپاره کار وکړي.
وروسته د سولې ولایتي کمیټې منشي جمیلې یوسفي د سولې شورا د لاسته راړونو په اړه معلومات وړاندې کړل او له برخه والو نجونو څخه یې غوښتنه وکړه چې د سولې او پخلاینې پیغام د وسله والو مخالفینو د کورنیو تر غړو ورسوي، څو پدې توګه جګړه ختمه او سوله ټینګه شي.
ورپسی څو تنو برخه والو زده کوونکو غوښتنه وکړه چې افغانان دې په ریښتینی یووالي سره خپل هیواد له جګړې څخه وژغوري، دولت هم  باید د ځوانانو لپاره د کارکولو زمینې برابرې کړي، او دولتي چارواکي دې په خپلو ښو نیتونو سره مخالفین جذب او خبرو ته تیار کړي.

تقویم سال ۱۳۹۵