Language Switcher

RJ Social Icons

د زابل ولسونه د سولې پروسي ملاتړي دي

د زابل شینکۍ ولسوالۍ اوسیدونکو ته د سولې پیغام رسولو په موخه د روان کال د جدې په ۴مه نیټه یوه غونډه جوړه وه.
غونډه  کې د ولایتي شورا رئیس، د سولې ولایتي کمیټې اپراتیفي مسول، ملي تاجر حاجي محمد هاشم مرغوال، قومي مشر سردارمحمد غرنی او ګڼ شمېر، مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.
په پیل کې د قرآن عظیم الشأن څو مبارک آیتونه تلاوت شول، بیا د یادې ولسوالۍ مخور حاجي عنایت الله هوتک خبرې وکړې او د سولې ولایتي کمیټې څخه یې مننه وکړه او د ولس په استازیتوب یې د یاد بهیر ملاتړ اعلان کړ.
په دویم قدم کې د زابل ولایتي شورا رئیس حاجی عطاجان حقبیان خبرې وکړې او د سولې شورا ټول فعالیتونه یې وستایل او څرګنده یې کړه، چې د شینکۍ ولسوالۍ خلک  له ټولو وسله والو مخالفینو غواړي چې د حزب اسلامي په څېر د خپل منځي خبرو له لارې د سولې بهیر سره یوځای شي.
وینا والو همدارنګه ټینګار درلود چې: موږ سولې او د همدې بهیر پر ټولو ژمنو ولاړ یو او  تلپاتې، عادلانه سوله د جګړې او بدمرغیو د پای ته رسیدو یوازینۍ لار بولو.

تقویم سال ۱۳۹۶