Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې له پروسې څخه د ولس خاص ملاتړ او ژمنې

د زابل ولایت د سولې ولایتي کمیټې پخواني غړي او د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان، د ولایتي شورا غړیو ، د زابل د سولي ولایتي کمیټې ځینو مسئولینو او یو شمېر مخورو ددې ولایت شنکۍ ولسوالۍ سیوري سیمې ته  د سولې پروسې نه د خلکو د ملاتړ په غونډه کې د ګډون په موخه د روان کال د قوس په ورستیو ورځو کې سفر کړی و.
 غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسئ  وینا والو په خپلو خبرو کې د سولې له بهیر څخه ملاتړ اعلان کړ او څرګنده یې کړه، چې د حزب اسلامي په راتګ سره موږ ډیر خوښ یو  او یو شمیر هغه کسان چې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې دي، هم هیله من شوي او ډیر ژر به د سولې پروسې سره یوځای شي.
د غونډې ګډون والو خپلې یو شمیر غوښتنې هم په ډاګه کړې او وې ویل چې زمونږ ستره غوښتنه  له زندانونو څخه د حزب اسلامي پلوو بندیانو د خلاصېدو غوښتنه ده، چې تر اوسه یې په اړه کوم اقدام نه دی شوی.
د سولې ولایتي کمیټې د مسئولینو له اړخه د غونډې ګډونوالو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شو، یاده غونډه په هیواد کې د تلپاتې سولې په هیله پای ته ورسیده.

تقویم سال ۱۳۹۶