Language Switcher

RJ Social Icons

د کابل ولایت سروبي ولسوالی ته د سولې د عالي شورا د ولاتیتي کمیټي او لوړپړو چارواکو سفر

چهار شنبه د سلواغې ۱۸ د کابل ولایت سولې عالي شورا ولایتي کمیټې سروبي ولسوالي ته د کابل محترم والي صاحب په ګډون سفر درلوده، چې موخه یې د دوو قومونو img kabul hpc ppc trip to sorobi dalwa 18 1ترمنځ د رامنځته شوې شخړي هواری وه. دغې غونډه  کې د کابل ولایت دفتر، تخنیکې او سکتوري خدمتونو، اقتصاد او د ښځو چارو رئیسانو، د سولې ولایتي کمیټې رئیس، د څوارلسو ولسوالیو ولسوالانو، دینی عالمانو او قومي مشرانو سروبي ولسوالۍ ته سفر درلود.ورسره د سروبي ولسوالۍ ملکي او نظامي ادارو مسئولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، میرمنو، ځوانانو او د یوناما استازو هم حضور درلوده.
په لومړی سر کې محترم حمید الله شینواري د سروبي ولسوالۍ ولسوال راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د والي صاحب څځه مننه وکړه چې د خپلې دندې په کم وخت کې درې ځله سروبي ولسوالي ته سفرونه وکړل. ده وویل د کابل والي د زړه له کومي د قومونو img kabul hpc ppc trip to sorobi dalwa 18 2ترمنځ د یووالي پیاوړتیا، په ولسوالیو کې د بیارغونې، د پوهنې، روغتیا او امنیت د ټینګښت لپاره ریښتینې هڅې کړي. ولسوال زیاته کړه چې د یوناما استازو، دیني عالمانو او قومي مشرانو او ځوانانو په هڅو یې د حسین خیلو او موسی خیلو قومونو ترمنځ چې کومه شخړه رامنځته شوې ده، د دواړه لوري یې خبرو ته حاضر کړي او ننۍ غونډه هم په همدې موخه جوړه شوي ده او هیله یې څرګنده کړه چې یاده ستونزه به ژر تر ژره په سولیزه ټوګه سره حل شي. ورپسې د کابل ولایت والي محمد یعقوب حیدري خبرې وکړي وې ویل: د هیواد جغرافیایې موقعیت، شتمنۍ، پریمانه اوبه او کانونه هیڅکله د دښمن پر موږ نه لوريږي او غواړي چې د قومونو ترمنځ شخړي را پیدا کړي، له بده مرغه د تیر څلویښت کلونو جګړو په ترڅ کې زموږ هیوادوالو په هر برخه کې ګڼ شمیر زیانونه لیدلي. والي صاحب زیاته کړه دا چې نن د دې شخړې د حل لپاره راټول شوي یو نو په سولیزه بڼه به حل لاره ورته پیدا کوو. ده وویل مونږ باید خپل وخت چې زمونږ شتمني ده پر بې ځایه او خپلمنځي شخړو ضایعه نکړو، بلکې مونږ ډیر اساسي او بنسټیز کارونه مخکې لرو چې هغه باید په پوره انرژي ترسره کړو. او همدا راز  د کابل محترم والي ګډونوالو ته هر اړخیزي خبرې وکړي او له هغو یې وغوښتل چې د امنیت په ټینګښت او د کوکنارو کرکیلی له منځه وړلو کې دولت سره مرسته وکړي او له خپلمنځي شخړو لاس واخلي.
  سوله هغه مهال رامنځته کیږي چې له خپلمنځي شخړو لاس واخلو او سولیزه حل لاره ورته پیدا کړو. دا څرګندونې د سولې شورا ولایتي کمیڼې رئیس مولوی صاحب دین خبر وکړي او زیاته یې کړه د کابل ولایت علماء د خپل نظام او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د سر په بدله ننګه کوي او هیڅکله به مکار، وحشي او ډارن دښمن ته اجازه ورنکړي چې خپلو شومو موخو ته ورسیږي. تردې وروسته د حسین خیلو د قوم مشر د خپل قوم د چنار کلي د موسی خیلو قوم سره د شخړي د هواري په موخه (واک لیک) د کابل والي ته وسپارل او ژمنه یې وکړه چې هره پریکړه چې د کابل والي او د سولې جرګې غړو وکړه د دوي قوم ته د منلو وړ ده.

تقویم سال ۱۳۹۶