Language Switcher

RJ Social Icons

سوله د هر هېواد وال په ځانګړي توګه د میرمنو او ځوانانو اړتیا او غوښتنه ده

د روان ۱۳۹۶کال د سلواغې د میاشتې په ۴مه نېټه د میدان وردګو ولایت د سولې ولایتي کمېټې، د ولایت د فعاله میرمنو او مدني ټولنو استازو سره د سولې په تړاو، د سولې ولایتي دفتر د غونډو په تالار img wardak peace desire youth women dalwa 4کې ناسته ترسره کړه. غونډه د د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلات سره پیل شوه، وروسته د سولې ولایتي کمېټې ریس عبدالقادر طارق د ښه راغلاست ترڅنګ د هغو فعاله میرمنو او مدني ټولنو استازو نه مننه وکړه چې د دې ولایت په استازیتوب یې په مرکز کابل کې د سولې په تړاو مشورتي ناسته کې ګډون کړی وه، طارق وویل سوله د هر هېواد وال په ځانګړي توګه د میرمنو او ځوانانو اړتیا او غوښتنه ده، او وې ویل: مونږ پوهیږو چې ښځه مور، خور اومیرمن ده، چې د جګړو پر مهال یې خپل وروڼه، زامن، او میړونه د لاسه  ورکړيدي، چې د سولې په ټنګښت کې له نورو ښه رول ترسره کولای شي، نو زمونږ د هېواد هره میرمن باید د خپل مسؤلیت ادا کولو په موخه خپل زامن، وروڼه او میړونه د جنګ او جګړې په زیانونو وپوهوي، او هغوی وهڅوي څو د هېواد د ورانولو پر ځای د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي، طارق ځوانان او مدني ټولنې، د ټولنې مهم قشر یاد کړ چې کولای شي په هېواد کې روانو ناخوالو ته د ولسونو په همکارۍ د پای img wardak peace desire youth women dalwa 4 2ټکی کیږدي، نوموړي د سولې شورا د دولت او وسله والو ترمنځ د سولې او تفاهم له پاره یو منځګړی ادرس وباله چې د قومي مشرانو، علمای کرامو، ځوانانو، مدني ټولنو او میرمنو سره به په ګډه ورته کار کوي. ورپسې د میرمنو په استازیتوب یوي مرمني خبرې وکړې وې ویل: د ښځو رول په سوله کې مهم او اړین ده، دا چې ښځه کولای شي د یوې کورنۍ بنسټ په سمه توګه کیږدي، نو، همدارنګه کولای شي د ټولنې بنسټ هم سم او سوله ییز کړي، نوموړې په خپلو خبرو کې د سیاسي سولې پر ځای په ټولنیزې او اقتصادي سولې ټینګار وکړ چې باید ورته پاملرنه وشي. تردې وروسته  یو مدني فعال د مدني فعالانو په استازیتوب خبرې وکړې، وې ویل: مشورتي کنفرانس د سولې له پاره یو مثبت ګام ده، د هېواد هر ګوټ نه راغلو ځوانانو او میرمنو د سولې غوښتنه او هیله درلوده، وې ویل: د سولې او یووالي پیغام  باید د مساجدو او حجرو له لارې تر ولسونو او وسله والو مخالفینوورسول شي، همدارنګه نوموړي د قومونو په یووالي، د افراطیت په ضد مبارزه او د سولې په برخه کې د ولسي مخورو په همکارۍ ټينګار کاوه. د دارالانشا مسؤل په خپلو خبرو کې میرمنې او ځوانان د سولې په لار کې زیات کار ته  وهڅول او د هغو نه یې غوښتنه وکړ څو د سولې یو کاروان جوړ کړي،  وې ویل: مونږ په هغو میرمنو او ځوانانو افتخار کو چې د سولې له پار کار کوي. د کمېټې مرستیال په اسلامي انقلاب کې د میرمنو او ځوانانو قربانۍ ته په اشارې وویل: چې میرمنې او ځوانان دا مسؤلیت لري چې خپل ولس د بې اتفاقۍ او روان ناورین نه ژغوري، د سولې نه هدف باید د خدای ج رضا او د ولس ژغورنه وي.
 د سولي ولایتي کمېټې غړې د موجوده ناخوالو نه د وتلو له پاره، ستونزو سره په مبارزې ټینګار وکړ، وې ویل چې باید ملي روحیه را ژوندۍ کړو، فرد محوري ختمه کړو او ولسونه باید خپل قوت ته متوجه کړو څو ترینه د سولې په لار کې کار واخلي.
په اخر کې فعاله میرمنو او د مدني ټولنو استازو ژمنه وکړه چې د سولې له پاره به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او د سولې ولایتي کمېټې سره به په دې لاره کې پوره همکاري کوي.

تقویم سال ۱۳۹۶