Language Switcher

RJ Social Icons

علماء باید د ممبر له لاري د سولې په اړه عام پیغامونه وټولو هیوادوالو ته ورسوي

دا څرګندوني د ارزګان ولایت د سولې عالي شورا ولایتي کمیټي رئیس په یوه جوړه شوي ناسته کي وکړي. یاده ناسته د روان کال د سلواغي په ۱۰ نیټه د ارزګان ولایت د img oruzgan ulema message for peace dalwa 10 1سولې عالي شورا په ولایتي دفتر کښي د علماوو سره جوړه سوي وه. په پیل کي غونډه د قرانکریم په تلاوت  سره پیل سوه وروسته د ولایتي کميټي رئیس دغونډي پرانیستي وینا وکړه اود علماؤ کرامو څخه یي وغوښتل چي د سولې لپاره خپل تر وسه هڅی زیاتی کړي،  او وویل، علماء باید د ممبر له لاري هم د سولې په اړه عام پیغام وټولو وګړو ته ورسوي، او ځانمرګی بریدونه چي په اسلام کښي ځان وژنه حرامه ده  د قرآني ارشاداتو په بیانولو سره خلګو ته عامه پوهاوي ورکړي او سولي ته یي و هڅوي. یو دیني عالم سوله په اوسني عصر کښي د قرانکریم او نبوي احادیثو په رڼا کښي په هر افغان فرض وبلل. او وروسته د ولایتي کمیټی معاون په خپله وینا کي وویل: مخالیفین او حکومت باید د عامو خلګو ژوند ته ډیر توجو وکړي ځکه په ارزګان ولایت کي چي جګړه د تیر یونیم کال راهیسي روانه ده زیات تلفات یي عامو خلګو ته اوښتي دي او لاهم جریان لري اوهمدارنګه یي د علماوو څخه هیله څرګنده کړه چی د وسلوالو مخالیفینو سره د خبرو کولو لپاره زمینه برابره کړی.

تقویم سال ۱۳۹۶