Language Switcher

RJ Social Icons

د نورو سره مرسته کول د اسلام د مبارک دین غوښتنه ده

دغه څرګندونې د لغمان ولایت د سولې ولایتي کمېټې مرستیال ''مولوی عبدالاحد عتید''د لغمان د لنکن ښوونیز مرکز لخوا د استهلاکي جامو راټولولو د کمپاین په پای غونډه img laghman helping other islamic need jadi 19 1کې وکړې. یاده غونډه چې د روان کال د مرغومي په ۱۹ مه نیټه د لنکن ښوونیز مرکز لخوا په لاره اچول شوې وه، یو شمیر دولتي چارواکو، مدني فعالانو او فرهنګیانو او د سولې ولایتي کمیټې غړو پکې ګډون درلود. غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل، ورپسې د لغمان لنکن ښوونیز مرکز مسئول ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې په اړه يي ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او له هغو اشخاصو یی مننه وکړه چې د نني پروګرام په جوړلو کې یې له یاد مرکز سره مرسته کړې ده. وروسته د لغمان ولایت د سولې ولایتي کمېټې مرستیال مولوی عبدالاحد عتید وینا وکړه او د هغو کسانو د احساس ستاینه یې وکړه چې په دغه کمپاین کې یې برخه اخیستې وه او همدارنګه د خیر او img laghman helping other islamic need jadi 19 2ښیګنې د کارونو په اړه یې ګډونوالو ته د اسلام او احادیثو له نظره معلومات وړاندې کړل. ده زیاته کړه: د اسلام دین خپلو پیروانو ته امر کوي چې نورو خلکو سره مرسته وکړي، همدارنګه له ګډونوالو یې وغوښتل چې د مرستې دود باید روان وساتو او په خیریه کارونو کې باید نورو خلکو سره مرسته او همکاري وکړو. ده د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې ځوانان د تعلیم ترڅنګ باید سولې لپاره کار وکړي، ځکه که سوله نه وي نو د تعلیم دروازې به د زده کوونکو پر مخ تړلې وي. ورپسې د لغمان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د غونډې ګډونوالو ته د خیر او ښیګڼې د کارونو د ترسره کولو په ارزښت مفصل معلومات وړاندې کړل، ویې وویل: ددې کارونو په ترسره کولو سره په ټولنه کې سراسري عدالت قایمېدلی شي، کله چې په ټولنه کې عدالت قایم شي نو جنګ، وژنې او بدبختي به له منځه ولاړه شي او ددې ټولو ځای به سوله امنیت او ثبات ونیسي.

تقویم سال ۱۳۹۶