Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې په اړه د دیني علماوو دوه ورځنۍ ملي مشورتي غونډه پیل شوه

نن د روان کال د مرغومي په ۴مه د سولې عالي شورا له خوا د سولې په اړه د دیني علماوو دوه ورځنۍ ملي مشورتي غونډه د هیواد د پلازمېنې او ټولو ۳۴ ولایتونو نه د ۶۰۰ تنو جیدو او img kabul national ulema conference jadi 4 1متنفذو علماوو په ګډون پيل شوه.
ناسته د قرآنکریم دڅو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، بیا د سولې عالي شورا رئیس استاذ محمد کریم خلیلي په خپله پرانستونکې وینا کې قدرمنو علماوو ته له ښه راغلاست وروسته وویل: ددې بې ساري ناستې موخه دا ده څو قدرمن علماء د سولې عالي شورا له فعالیتونو خبر کړو او د سولې پروسې په اړه د دوی نظریات او لارښوونې ترلاسه کړو، څو د همغو په رڼا کې تصمیم ونیسو. تاسو د ټولنې د دیني لارښوونکو په توګه باید د سولې په ټینګښت او جګړې په پای ته رسولو کې زمونږ مرسته وکړئ، ځکه سوله هم د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم امر دی او هم زمونږ د ولس غوښتنه او اړتیا. د سولې عالي شورا رئیس دا هم په ډاګه کړه چې د سولې عالي شورا د یوه مستقل او درېیمګړی بنسټ په img kabul national ulema conference jadi 4 2توګه دداسې سولې غوښتونکې ده چې د دواړو خواوو عزت پکې خوندي وي.
ورپسې د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر محمد اکرم خپلواک وینا وکړه، وې ویل: پدې ستره غونډه کې له ټولو ولایتونو نه ددومره لوی شمیر علماوو ګډون پدې دلالت کوي چې ولس سوله غواړي. زمونږ موخه دا ده څو له تاسو واورو چې سولې ته د رسیدو عملي لارې کومې دي؟ تاسو علماء د افغانستان دولت، سولې عالي شورا او وسله والو مخالفینو ته څه وړاندیزونه لرئ. روانه جګړه چې هیڅ دیني صبغه نه لري، نور باید ختمه  شي. مونږ د مذاکراتو د پیل لپاره هیڅ ډول شرط نه لرو، هر ډول چې وسله وال مخالفین غواړي مونږ په همغه طریقه خبرو ته تیار یو. عزتمنه سوله زمونږ غوښتنه ده، مونږ د دفتر، بهرنیو img kabul national ulema conference jadi 4 3ځواکونو د شتون او نورو ټولو مسایلو په اړه خبرو اترو ته آماده یو. خو له علماوو غوښتنه کوو چې دا هم واضح کړي که ددې ټولو بلنو او وړاندیزونو ځواب منفي وي، نو مونږ ته بیا څه کول په کار دي.
بیا د علماوو د سرتاسري شورا رئیس قضاوتپوه قیام الدین کشاف خبرې وکړې، څرګنده یې کړه چې علماء د افغان مسلمان ولس لارښوونکي دي، او دا لومړی ځل دی چې د سولې عالي شورا د سولې په برخه کې واک علماوو ته ورکوي، نو تاسو علماء باید خپل دیني مسؤولیت ادا او دا هیواد له تپل شوې جګړې نه وژغورئ.
همدا راز په ناسته کې مولوي عبدالسلام ضعیف،  مولوي محمد ایاز نیازي، آیت الله عبدالخبیر عالمي، مولوي خلیل الله فیروزي او مولوي ابوبکر د موضوع اړوند هر اړخیزې او ارزښتناکې ویناوې وکړې او د img kabul national ulema conference jadi 4 4ناسته لومړنۍ برخه د سولې عالي شورا د مرستیال مولوي عبدالخبیر اچقون په دعا سره پای ته ورسیده.
 بیا د اجندا له مخې ټول ګډونوال علماء په اوو مختلفو کمیټو وویشل شول، ټولو کمیټو د ورسپارل شویو موضوعاتو په اړه د بحث په موخه خپل کار پیل کړ، چې تر سبا غرمې پورې به دوام وکړي او بیا به ټولو وړاندیزونه سره یو او شریک شي.

 

تقویم سال ۱۳۹۶