Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې له پروسې څخه د قلات د مدني ټولنو او قومي مخورو ملاتړ

د روان کال د لړم په ۱۱مه نیټه د زابل د سولې ولایتي کمیټې په دفتر کې د قلات د مدني ټولنو استازو، ځوانانو، دیني عالمانو او قومي مخورو د نظام د ثبات او د سولې د پروسې په ملاتړ غونډه وکړه .
img zabul civil society elders folks support peace aqrab 11 1غونډه د علماوو شورا رئیس مولوي محمد یوسف د کلام الله د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل کړه، ورپسې د زابل د سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي عبدالغني توخي وینا وکړه، د غونډې ګډونوالو ته  یې ښه راغلاست ووایو او د سولې بهیر وروستیو پرمختګونو ته له اشارې وروسته یې له وسلوالو مخالفینو وغوښتل چې نور د هیواد د ښیرازۍ له پاره مټې را ونغاړي او له جګړې لاس واخلي.                                                                                                   
بیا د معلولینو د ټولنې مشر ډاکټرعصمت الله په افغانستان کې د جګړو پر روان بهیر رڼا واچوله په هیواد کې روانې جګړې یې د سیمې او نړۍ د استخباراتي شبکو کار وباله او له ځوانانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د سولې د ټینګښت لپاره ګړندۍ هڅې وکړي .

img zabul civil society elders folks support peace aqrab 11 2همدارنګه د ترکېو د شورا رئیس حاجي جمعه خان پخپلو خبرو کې څرګنده کړه چې ولسونه د پخوا په پرتله د سولې لپاره زیاتې هیلي لري، نوموړي د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار راتګ ته په اشارې سره وویل چې افغانان د سولې په برخه کې ډیر مهمې لاسته راوړنې لري. ورپسې د غونډې ټولو ګډونوالو په یوه اواز سره وویل چې د سولې راوستل په افغانستان کې د ټولو افغانانو img zabul civil society elders folks support peace aqrab 11 3دیني او ملي وجیبه د او ژمنه یې وکړه چې د سولې پیغام به تر ټولو هیوادوالو رسوو.                                    
په پای کې د زابل د سولې ولایتي دارالانشاء مشر او د کمیټې منشي عبدالولي ولي د غونډې له ګډونوالو څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې د سولې پروسه د ټولو افغانانو ګډه پروسه ده، نو ټول به یو بل ته لاسونه سره ورکوو څو افغانستان د سرتاسري سولې شاهد واوسي.

تقویم سال ۱۳۹۶