Language Switcher

RJ Social Icons

د قلم خاوندان دې د سولې پر ارزښت لیکنې وکړي

د لغمان د سولې ولایتي کمېټي مرستیال''مولوي عبدالاحد عتید'' په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د لغمان د ژورنالستانو د شورا د رئیس ''جاوید مسرور'' د ناول ( چرمي تعویذ) مخکتنې په پار د لغمان ولایت دانش فرهنګي مرکز کې جوړه شوې وه.
یاده غونډه کې د لغمان ولایت د سولې ولایتي کمېټې پر مرستیال سربېره د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ''فیضان الله پټان''، د صحت عامې رئیس ''عبدالمعروف جلیلي'' او په لسګونو ځوانو لیکوالانو او ژورنالستانو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل، ورپسې د دانش فرهنګي مرکز مشر ''اسد الله دانش'' ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، بیا د لغمان د سولې ولایتي کمېټې مرستیال د سولې پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې، وې ویل: ''سوله د هرې ټولنې د کامیابۍ لار ده او هر افغان باید د سولې او ثبات لپاره کار وکړي. ده  له ځوانو لیکوالانو نه غوښتنه وکړه چې د سولې او امنیت پر ارزښت او د جنګ د زیانونو په اړه لیکنې وکړي، څو خلک د سولې او امنیت پر ارزښت خبر شي''.

تقویم سال ۱۳۹۶