Language Switcher

RJ Social Icons

اسلام د سولې او عدالت دین دی

اسلام مسلمانان په خپل منځ کې په سوله او روغه مامور کړي دي، ځکه د اسلام مقدس دین د سولې، ټیکاو او ورورۍ دین دی، دغه خبرې د روان کال د لړم میاشتې په ۱۰مه نیټه د میدان وردګو ولایت د img wardak islam peace justice religion ppc mullahs aqrab 10سولې ولایتي کمیټې غړي او د دې ولایت د علماوو شورا رئیس په دې ولایت کې د علماوو او مساجدو د ملا امامانو په میاشتنۍ ناسته کې چې د حج او اوقافو په ریاست کې جوړه شوې وه وکړې.
غونډه چې د حج او اوقافو رئیس، کڼ شمیر علماوو او د سولې ولایتي کمیټې غړي ګډون پکې درلود، د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د سولې ولایتي کمیټې غړي او د دې ولایت د علماوو شورا رئیس مولوي عزیزالرحمن صدیقي د سولې په ارزښت او د جنګ په زیانونو خبرې وکړې، وې ویل: سوله د الله تعالی حکم ده او د دې حکم پر ځای کول په مونږ او تاسو لازم دي، صدیقي د ټولو ستونزو د حل لار سوله وبلله او په علماوو یې غږ وکړ څو په هېواد کې د سولې او ورورګلوۍ له پاره خپل اتحاد او یووالی نور هم مضبوط کړي. صدیقي له علماوو نه وغوښتل څو د سولې غږ د منبر  له لارې تر ولسونو او مخالفو وسله والو ډلو ورسوي، هغوی د سولې په ارزښت پوه او په دې قانع کړي چې روانه جګړه د سیمې د استخباراتو جګړه ده چې قرباني یې یوازې افغانان دي.
وروسته د حج او اوقافو رئیس مولوي رحیم الله رحمتي د علماوو په یووالي ټینګار وکړ، د سولې په راوستو کې  یې د علماو رول اړین وباله او غوښتنه یې وکړه څو په هېواد کې د روان بحران نه د وتلو په خاطر علماء خپل یووالی وساتي او هیچا ته اجازه ور نکړي چې د دښمنانو په ګټه داسې اعمال ترسره کړي چې زمونږ د هېواد او نظام د کمزورتیا سبب شي.
دیني عالمانو او د مساجدو ملا امامانو هم په وار سره د اسلام له نظره د سولې په ارزښت او د جنګ په زیانونو خبرې وکړې، ژمنه یې وکړه چې د منبر له لارې به د سولې او یووالي غږ تر ولسونو او د دولت تر وسله والو مخالفینو رسوي، د دولت وسله وال مخالفین به په دې قانع کوي چې جنګ د حل لار نه ده، راځئ د هېواد د ورانولو پر ځای د هېواد په ودانولو کې برخه واخلئ.
غونډه په هېواد کې د تل پاتې سولې او ورورګلوۍ په دعایې سره پای ته ورسېده.

تقویم سال ۱۳۹۶