Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې عالي شورا : د جرگې ځاى او جرگه مار دې طالبان وټاکي، موږ ورځو او خبرې ورسره کوو!

د سولې عالي شورا له لوري په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت د لارو چارو په اړه د ننګرهار له ولسونو سره ګډه غونډه ترسره شوه .
img nangarhar peace ways conference aqrab 8 1په یاده غونډه کې چې د روان کال د لړم په ۸ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په سياسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس، د سولې عالي شورا مرستيالانو، د علماوو سرتاسري شورا رئیس، د سولې عالي شورا او ولايتي کمېټو غړو، ننګرهار والي، د ملي او ولايتي شورا غړو، ولايتي چارواکو او د ولایت د مرکز په  ګډون د ۲۲ ولسواليو ديني عالمانو، ځوانانو ، قومي مخورو مدني ټولنو استازو او یو شمېر میرمنو ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د هېواد ملي سرود واورول شو. بیا د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په خپله پرانستونکې وينا کې د سولې عالي img nangarhar peace ways conference aqrab 8 2شورا له مسئولینو مننه وکړه، د شورا د پخوانيو مشرانو شهید استاد برهان الدين رباني او ارواښاد پیرسید احمد ګيلاني د سولې ټينګښت په برخه کې ترسره کړې هڅې یې وستایلې.
وروسته د  سولې ولايتي کميټې رئیس حاجي ملک نظير په تېرو کلونو کې د ننګرهار د سولې ولایتي کمېټې پر لاسته راوړنو وغږېد او پر ولسونو يې غږ وکړ چې د سولې په هڅو کې له img nangarhar peace ways conference aqrab 8 3سولې عالي شورا سره ګډې هڅې جاري وساتي.
د ولايتي شورا غړي اسرارالله مراد، د حج او اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهرحقاني، د ښځو چارو رئيسې انیسه عمراني، د قومونو په استازولۍ ملک جهانزیب خان، د مدني ټولنو په استازيتوب ډاکترنجیب الله صاحبزاده او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فریدون مومند د خبرو پرمهال وویل، چې سوله د ټولو هیوادوالو د ژوند لومړنۍ هیله ده او د دې هيلې د پوره کيدو لپاره یي ښه لار د ولسونو اتحاد په ګوته کړ.
img nangarhar peace ways conference aqrab 8 4په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس ډاکټر محمد اکرم خپلواک وویل، چې دولت او د سولې عالي شورا  سولې ته  ژمن دي، حکومت د سولې د خبرو اترو img nangarhar peace ways conference aqrab 8 5لپاره هېڅ راز شرط نه لري او طالبان دې له خپلو شراېطو سره را وړاندې شي چې د مذاکراتو په بهير کې ورباندې خبرې وشي، نوموړې همدارنګه وویل چې دوی (طالبان) دې د جرګې ځای او جرګه مار وټاکي، مونږ هملته او د دوی په شرایطو خبرې ورسره کوو، هر ډول تسهیلات او امکانات ورته برابروو، غرور يې نه ماتوو، په افغاني اصل مذاکره ورسره کوو. سوله د تسلمیۍ په معنی نه؛ بلکې د عزت په معنی ده، ټولو ته ښکاره ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار ته له سولې پروسې سره د یو ځای کيدو سره سم د دولت له لوري د ژوند کولو عزتمنه وسیله برابره شوې .
ښاغلي خپلواک د سولې پر وړاندې ځينو پرتو خنډونو ته هم اشاره وکړه، وې ويل، په کور د ننه ګڼې مافيايي کړۍ شته چې په جګړه کې خپلې موخې لټوي او دا فرصت يې بايد له لاسه واخيستل شي. نوموړي د امريکا نوې تگلارې ته په اشارې سره وويل چې  امریکا د سولې او د افغانانو د خپلمنځۍ روغې جوړې ژمنه کوي او اروپايي ټولنه هم ورته دريځ لري.
د سولي عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد د سولې ټينګښت د لارو چارو په اړه د ولسونو نظريات او طرحې اغیزمنې يادې کړې، وې ویل چې دا د ټولو هیوادوالو مسؤولیت دی چې پرته له شرایطو د سولې د ټينګښت لپاره کار وکړي .
د سولي عالي شورا مرستيال مولوي عبدالخبير اچقون د سولې پر ديني ارزښت وغږېد او زياته يې کړه چې په سوله کې د ټولنې د هر فرد ژوند او عزت خوندی دی او د دې ستر نعمت د لاسته راوړلو لپاره باید یو بل ته د ملي یووالي لاسونه ورکړو.
د غونډې په بله برخه کې د سولې عالي شورا مرستيال سردار نادر نعیم، د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا مشر او د سولې عالي شورا د اجرائيه پلاوي مشر غړي مولوي قیام الدين کشاف، د سولې عالي شورا غړو ملالۍ شینوارې او استاد اکبري، هر یو په خپل نوبت د سولې په ارزښت خبرې وکړې او له ولسونو يې غوښتنه وکړه ، چې د سولې د ټينګښت لپاره عملي ګامونه واخلي .
دوی زياته کړه چې د سولې عالي شورا د ولسونو نظرياتو او غوښتنو ته احترام لري او تل يې په دغه لار کې له ولسونو سره سلا مشورې کړې دي چې يوه بېلګه يې دا نننۍ غونډه ده.
په پای کې د ننګرهار د ولسونو له لوري د ننګرهار والي او یو شمیر نورو مخورو د سولې پروسې د دارالانشاء رئیس، د سولې عالي شورا مرستيالانو او غړو ته د اعزاز پګړۍ ور په سر کړې.
غونډه د سولې عالي شورا د غړي مولوي محمد طاهر جوره له خوا په هېواد کې د تلپاتې سولې په دعا سره پای ته ورسېده.

تقویم سال ۱۳۹۶