Language Switcher

RJ Social Icons

ورزشکاران د سولې سفیران دي

د روان ۱۳۹۶ کال د تلې په ۶مه نیټه لغمان کې د سولې د نړیوالی ورځې په مناسبت د لنکن په ښوونیز مرکز کې د سولې ترسرلیک لاندې مشاعره ترسره شوه، په همدې موخه img laghman poetry on peace meezan 6جوړه شوې غونډه کې د سولې ولایتي کمیټې غړي مولوي عبیدالله الکوزي، د ملکي ادارو رئیسانو، مدني فعالانو، شاعرانو او ځوانانو برخه لرله .
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه ورپسې د لغمان د سولې ولایتي کمیټې غړي مولوي عبیدالله الکوزي پيلیزو خبرو کې ټولو ته د سولې د نړیوالې ورځې مبارکي وویله او وې ویل اوږدو جګړو موږ په هر اړخیز ډول سخت زیانمن کړي یو، وسلوال مخالفین دې نور له سولې پروسې سره یوځای شي.
ورپسې د لغمان د بدني روزنې آمر استاذ بادام ګل ملتزم وینا وکړه ده ورزشکاران د سولې سفیران وبلل او وې ویل په هغه ټولنه کې چې امن، سوله او ثبات موجود وي هلته ټول وګړي نیکمرغه او هوسا ژوند لري.
 د غونډې په وروستیو کې مشاعره ترسره شوه او شاعرانو د سولې په اړه خپل شعرونه د غونډی ګډونوالو ته وړاندې کړل.
غونډه په هیواد کې د سرتاسري سولې او امنیت په دعا سره پای ته ورسیده.

تقویم سال ۱۳۹۶