Language Switcher

RJ Social Icons

سوله زمونږ د ولس لوی ارمان

د کونړ سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي اسماعیل لبیب د روانې تلې میاشتې په ۳مه نیټه د سولې نړیوالې ورځې د لمانځنې په ویاړ جوړه شوې مشاعره کې د وینا په ترڅ کې img kunar peace day celebrated poetry meezan 3د سولې بهیر وروستیو پرمختګونو ته له اشارې وروسته له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې نور وخت ضایع نه کړي، له سولې پروسې سره یوځای شي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس دغونډې بل وینا وؤ، چې د خپلو خبرو په لړ کې یې د جنګ او سولې پر تاریخچه رڼا واچوله، په هیواد کې روانه جګړه یې د سیمې او نړۍ د استخباراتي شبکو کار وباله او له ځوانانو یې غوښتنه وکړه چې د سولې د ټینګښت لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي.
وروسته ګډونوال د مشاعرې ګل بڼ ته ننوتل او مشاعره د «سوله زمونږ د ولس لوی ارمان» په شعر سره پیل شوه چی شاعرانو پکی د سولی ګڼ اشعار ولوستل، مشاعره په دعا سره پای ته ورسیده.    

img kunar peace day celebrated poetry meezan 3 2

تقویم سال ۱۳۹۶