Language Switcher

RJ Social Icons

د میوند ولسوالي د سوله ییز فعالیتونو په لړ کې د لومړیتوب حق لري

د کندهار سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي شیر احمد خان د روان کال د تلې په ۳مه نیټه په کندهار کې د یوناما دفتر له سیاسي مرستیال او ورسره ملګري سره د خپل کار په img kand peace meeting unama meezan 3دفتر کې ناسته درلوده.
د سولې ولایتي کمیټې رئیس یاد پلاوي ته  له هرکلي وروسته په یاد ولایت کې د سولې پر بهیر رڼا واچوله، څرګنده یې کړه چې میوند ولسوالي د خپل موقعیت، اهمیت او هلته شته ستونزو  له مخې د سوله ییز فعالیتونو په لړ کې د لومړیتوب حق لري، زمونږ هڅه همدا ده چې هلته خپلې هڅې ګړندۍ کړو.
په مقابل کې د یوناما دفتر سیاسي مرستیال روبین خبرې وکړې، په ډاګه یې کړه چې د توان تر پولې به پدې برخه کې مرسته او کوښښ کوي، ځکه په افغانستان کې د سولې ټینګښت د دوی له لومړیتوبونو څخه دی او ډیر ژر به د میوند ولسوالۍ اوسیدونکو ته د بیا رغونې د کوچنیو پروژو په پیلولو سره د کار زمینې برابرې کړو.

تقویم سال ۱۳۹۶