Language Switcher

RJ Social Icons

ترسره شوه په پکتیکا کې د سولې په اړه مشاعره

په پکتیکا کې د سولې نړیوالې ورځې د لمانځنې په لړ کې د روانې تلې میاشتې په ۲مه نیټه د لنکن ښوونیز مرکز په دفتر کې د سولې مشاعره ترسره شوه.
img paktika peace day poetry meezan 2د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پسې د پکتیکا سولې ولایتي کمیټې د دارالانشاء د عامه اړیکو مسؤول عبدالشکور ځدراڼ وینا وکړه، وې ویل چې سوله د هر افغان هیله ده او شاعران کولی شي د سولې آواز ته ښه انعکاس ورکړي.
بیا د ولایت مقام د دفتر رئیس محمد رسول عادل وینا درلوده، نوموړي روانه جګړه تپل شوې وبلله او له شاعرانو یې وغوښتل چې د جګړې په پای ته رسولو کې خپل مسؤولیت په ښه توګه ادا کړي.
ورپسې ګډونوالو شاعرانو د سولې د اهمیت او ضرورت په اړه په زړه پورې شعرونه ولوستل او غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.

تقویم سال ۱۳۹۶