Language Switcher

RJ Social Icons

سوله او ثبات د پراختیايي کارونو د ښه پرمخ بیولو له پاره اساسي شرط دی

د میدان وردګو ولایت ولسونو، قومي مشرانو، دیني علماوو، په ملي او ولایتي شوراګانو کې د یاد ولایت استازو، کوچیانو، مدني فعالانو، ځوانانو او ګڼ شمېر خویندو د روان img wardak peace for development asad 8 1کال د زمري په ۸ مه نېټه په دې ولایت  او په ټول هېواد کې د سولې، ثبات او د امنیت د تامین په خاطر له نظام، امنیتي او  دفاعي ځواکونو، د ولسمشر له اقتصادي او پراختیایي پلانونو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
غونډه چې شاوخوا دوه زره کسانو ګډون پکې کړی ؤ د الهي کلام په سپیڅلو آیتونو سره پیل شوه، بیا د ولایتي شورا رئیس الحاج اختر محمد طاهري په خپله پرانیستونکې وینا کې له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه چې په پوره مینه د سولې له پروسې څخه د ملاتړ په موخه راغلي دي.
ورپسې د میدان وردګو والي الحاج انجنیر ځنډي ګل زماني د موضوع اړوند هر اړخیزه وینا وکړه، او د ولسمشر د اقتصادي، پراختیایي او د اوبو د مهار کولو په برخه کې د پلانونو اړوند یې ولسونو ته معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي زماني ولسونو ته په خطاب کې وويل: نور دښمن ته اجازه مه ورکوئ هېواد مو وران کړي، په یوه خوله له موجوده نظام او د منتخب ولسمشر له هر اړخیزو برنامو څخه ملاتړ وکړئ او خپلمنځي اختلافات شاته پریږدئ.
ورپسې په میدان وردګو ولایت کې د علماو شورا رئیس مولوي عزیزالرحمن صدیقي په خپلو خبرو کې په علماء کرامو غږ وکړ چې د ولسونو او نظام تر منځ د یوې باوري img wardak peace for development asad 8 2فضا او هر اړخیزې همکارۍ رامنځ ته کولو له پاره د منبر له لارې ذهنیت جوړونه وکړي.
همدارنګه د ښځو چارو رئیسې آغلې وحیدې ښکلې سوله او ثبات د پراختیايي کارونو د ښه پرمخ بیولو له پاره اساسي شرط وباله زیاته یې کړه چې ښځې کولای شي د سولې او ټیکاو له پاره د عامه پوهاوي په برخه کې خپل رول په سم ډول مخته یوسي.
غونډه په هېواد کې د تل پاتې سولې او یووالي په دعایې سره پای ته ورسېده.

تقویم سال ۱۳۹۶