Language Switcher

RJ Social Icons

د سولې تا مین د کار او زده کړې زمینه برابروي

د سولې او امنیت تامین پرمختګونه را منځ ته کوي او هیواد والو ته د زده کړې زمینه برابروي، اوس د دې وخت رارسیدلی چې ټول افغانان سره یو شي او خپل هیواد د img kand peace for job edu asad 7جګړې له خطره خلاص کړي.
دغه خبره د کندهار د سولې ولایتي کمیتې رئیس حاجي شیر احمد خان حقیار د روان کال د زمري میا شتې په ۷ مه نیټه د ارغستان ولسوالۍ له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په ناسته کې وکړه.
د کندهار سولې ولایتي کمیټې رئیس په هیواد کې د جګړې د خطرونو په  اړه وویل که دا تپل شوې جګړه دوام وکړي نور به هم دا ولس له بیلا بیلو ستونزو سره مخامخ شي، په کار ده چې هیواد وال په تیره دیني عالمان او مخور مشران  د خپل ټاټوبي د ژغورنی لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
په مقابل کې مولوي علي محمد او قومي مشر حاجي معلم سلطان محمد په وار سره وویل: سوله الهي امر دی او د سولې په لاره کې کار کول د اسلام او خلکو  په وړاندې ستر خدمت دی باید به صداقت او پوره ایماندارۍ ترسره  شي.
دغه راز هغوی د خپلې ولسوالۍ د ستونزو د حل په برخه کې له دولت نه د مرستې غوښتونکي شول، څرګنده یې کړه چې دولت کولی شي د بندونو په جوړولو سره زمونږ ځوانانو ته د کار زمینه برابره  کړي او پدې توګه به د ورورۍ او سولې فضا حاکمه شي.

تقویم سال ۱۳۹۶