Language Switcher

RJ Social Icons

سوله اسلامي او ملي وجیبه ده

د پکتیا په مرکز ګردیز کې، د سولې په ټینګښت او په پوله ساتلو کې د قومونو رول په اړه، د پکتیا د قومونو او قبایلو چارو د ریاست له خوا د روان کال د سرطان په نهه img paktia peace an islamic act sarata 29 1ویشتمه نېټه یوه لویه غونډه جوړه شوه.
غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، پرانیستونکې وینا د پکتیا د قومونو او قبایلو چارو رئیس محمد یعقوب شمس واوروله.
ورپسې د پکتیا والي شمیم خان کټوازي خبرې وکړې او سوله یې د اوسني نظام لومړنی شعار وباله، زیاته یې کړه، موږ او تاسې باید د خپلو نیکونو لاره تعقیب کړو او نورو پردیو ته اجازه ورنه کړو، چې زموږ په خاوره تیری وکړي.
نوموړي دا هم وویل چې اوسنی دولت د ډيرو بنسټیزو کارونو تر څنګ د دایمي سولې لپاره هم په ملي او نړیواله کچه خپلې هلې ځلې کوي، همدارنګه یې د سولې روان بهیر د لاګړندي کیدو په موخه اړیني سپارښتنې وکړې او د سولې د ځنډ او خنډ لاملونه یې مکاره او دوه مخي ګاونډي هيوادونه یاد کړل.
د ارشاد حج او اوقافو وزارت په استازیتوب معین عبدالحکیم منیب خبرې وکړې، د سولې په راتګ او د نظام په ساتلو کې یې د امنیتي ځواکونو هلې ځلې د پام وړ وګڼلې او په دوی یې غږ وکړ، چې ولسونه مو تر څنګ ولاړ دي، تاسې ښه په میړانه خپلې دندې ته img paktia peace an islamic act sarata 29 2ادامه ورکړئ.
منیب دا هم زیاته کړه، چې سوله زموږ لومړنی ضرورت او همدارنګه اسلامي او ملي وجیبه ده، باید په اخلاص سره ورته د هر افغان له لوري کار وشي.
د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې رئیس مولوي محمد خالقداد حقاني بیا د سولې په ارزښت د اسلام له نظره رڼا واچوله او د دایمې سولې د راتګ په موخه یې له ټولو دیني علماء کرامو وغوښتل، چې د ممبر له لارې دې ولسونو ته دا ذهنیت ورکړي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سوله ییزو هڅو په کلکه ملاتړ وکړي.
نوموړي د سولې له اوسني، روان بهیر څخه د ولسونو ملاتړ اړین وباله او په دې برخه کې یې له درنو قومي مشرانو څخه هم مننه وکړه، چې تر ډيره ورسره د سولې په ټینګښت کې یې خپل رول ادا کړی دی.
ورپسې د پکتیا د ولایتي شورا وکیل محمد الرحمن قادري د دولت په مسلحو مخالفینو غږ وکړ، چې نور دې د جګړي او ورور وژني نه لاس واخلي او د سولي پروسي سره په یو ځای کېدو سره دې د وطن د آبادی له پاره لاسونه سره ورکړي.
د پکتیا د قومي مشرانو په نمایندګي د پکتیا د سولې د ولایتي کمیټې منشي جنت خان منګل وویل موږ تل د هېواد د ګاونډیو هيوادونو له دسیسو ځوریږو، باید دوی ته دا موقع ورنه کړل شي، چې زموږ په خاوره کې مداخله وکړي.
غونډه په هېواد کې د تل پاتې سولې، ټیکاو او د قومونو د یووالې په دعایې سره پای ته ورسېده.

تقویم سال ۱۳۹۶