Language Switcher

RJ Social Icons

ځوانان او په هیواد کې د سولې بهیر

سو له او امنیت د افغان جنګ ځپلي ولس هیله ده او ځوانان ځکه د سولې او ملی پخلاینې لپاره ښه کار کولای شي چې د کار کولو توان او انرژي لري.
img kand youth in peace saratan 21دغه خبره د کندهار د سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي شیر احمد خان حقیار د ځوان ځواک په نوم مدني ټولنې له مشر او غړو سره په هغه غونډه کې وکړه چې د روان کال د سرطان په ۲۱ مه  نیټه د ده د کار په دفتر کې جوړه شوې وه .
د ناستې په پیل کې د قرآن کریم څو مبارک آیتونه تلاوت شول وروسته د سولې ولایتي کمیټې رئیس راغلو ځوانانو او مدني فعالانو ته ښه راغلاست ووایه، زیاته یې کړه د هیواد هر اوسیدونکی مسئولیت لري چې د ملي یووالي په روحیې سره د خپل هیواد د ژغورلو فکر وکړي، ترڅو به په دې پردۍ جګړه کې زموږ ځوانان وژل کېږي، زه د مدني ټولنو له غړو او ځوانانو څخه غوښتنه کوم چې د سولې د ګټو په بیانولو او د جګړې د زیانونو د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې زموږ سره همکاري وکړي، زموږ ځوان نسل د افغانستان ملي شتمني ده باید بې ځایه قرباني نه شي، هغه دا هم وویل چې جګړه د بشریت بربادي ده باید د ځوانانو په همت یې مخه ونیول شي.
د ځوان ځواک ټولنې مشر عبدالوهاب افغان مل، نادرشاه شاهی او نورو ځوانانو په وار سره د سولې ولایتي کمیټې رئیس ته د سولې تامین او پخلاینې په لاره کې د ملاتړ ډاډ ورکړ او څرګنده یې وکړه څرنګه چې د هرې جګړې پایله سوله ده، نو ښه دا ده چې زموږ ځوانان بې ځایه تلف نه شي او ژر سوله او پخلاینه رامنځ ته شي.

تقویم سال ۱۳۹۶