Language Switcher

RJ Social Icons

سوله او پخلاینه د افغان ولس ژغورنه ده

د سولې او ملي پخلاینې تامین د افغان ولس د ژغورنې یوازینۍ لاره ده، اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې هر هیوادوال د خپل توان سره سم د وسله والو مخالفینو  د پخلاینې لپاره کار وکړي ترڅو دا img kand people peace need gathering saratan 19جنګ ځپلی ولس د تل لپاره د جګړې له ناخوالو  نجات ومومي.
دغه خبره د کندهار د سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي شیر احمد خان حقیار د کندهار د ژیړي ولسوالۍ د پاشمول کلي د اوسیدونکو او مشرانو سره په هغه غونډه کې وکړه چې د سرطان په ۱۹ نیټه د سولې ولایتي کمیټې د رئیس په دفتر کې جوړه شوې وه.
د غونډې په پیل کې د کلام الله مجید څو مبارک آیتونه تلاوت شول، وروسته د سولې ولایتي کمیټې رئیس راغلو قومي مشرانو ته ښه راغلاست وویل؛ زیاته یې کړه د سولې او امنیت تامین د ټول بشریت په خیر او د افغانانو ژغورنه ده باید موږ او تاسو په ګډه او صداقت سره کار وکړو څو زموږ هیوادوال ددې اوږدې او تپل شوې جګړې له ناخوالو خلاص شي. او څرنګه چې د سولې پروسه یوه ملي پروسه او په ټول ولس پورې اړه لري، نو هر یو باید پکې مثبت رول ترسره او پاته وسله وال مخالفین پخلا کړي.
په مقابل کې قومي مشرانو حاجي محمد هاشم خان خوګیاڼي او حاجي عبدالله خان بابړ د ښاغلي حقیار له نیکو احساساتو څخه خوښي وکړه او د سولې پروسې د پرمختګ په لاره کې یې د هر ډول همکاریو  ژمنه وکړه او دایې هم وویل موږ هر وخت حاضر یو چې ستاسو د سولې او پخلاینې پیغام د وسله والو مخالفینو تر مشرانو  پورې ورسوو، ځکه  چې موږ هم د سولې او پخلاینې په لاره کې ستر مسئولېتونه لرو.
یاده ناسته په هیواد کې د تلپاتې سولې په هیله پای ته ورسیده.

تقویم سال ۱۳۹۶