یو تن وسلوال مخالف په میدان وردګو کې د سولې پروسې سره یوځای شو

به اشتراک بگذارید

د روان ۱۳۹۵ کال د حمل یا وري میاشتې په اولسمه نیټه د میدان وردګو ولایت د سولې ولایتي کمیټې د هڅو په پایله کې یو تن د دولت وسلوال مخالف د سولې بهیر سره یوځای شو.
ولي خان د محمد عمر زوی د سیداباد ولسوالۍ د خروټو کلي اوسیدونکی، چې له څلورو کلونو را هیسې يې د دولت مخالفې وسلوالې ډلې د مشهور قومندان ملا بخت الله ګروپ په ترکیب کې دولت ضد وسلوال فعالیتونه تر سره کول، د ۱۳۹۵ کال د وري میاشتې په اولسمه نیټه له خپلې وسلې سره د سولې بهیر سره یوځای شو.
دسولې پروسې سره یو ځای شوي کس ژمنه وکړه چې کوښښ به وکړي څو هغه مخالف ملګري چې تر اوسه د وسلوالو په صفونو کې دي د سولې دبهیر سره یوځای کړي.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.