ګڼو قومي مشرانو، جهادي قومندانو، مخورو او ځوانانو فضیلتمآب پير سيد احمد ګيلاني سره وکتل

به اشتراک بگذارید

د کابل، پروان او کاپيسا ولايتونو ګڼو قومي مشرانو، جهادي قومندانانو، مخورو او ځوانانو د روان کال د حمل په پنځمه نيټه، د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې د سولې عالي شورا رئيس فضیلتمآب پير سيد احمد ګيلاني ته دسولې عالي شورا د رئيس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وويله.
غونډه چې د کابل، پروان اوکاپيسا سلګونو مشرانو او مخورو ګډون پکې درلود، د قرآن عظيم الشأن د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه، بيا په وار سره د بګرام، پروان او کوه صافي د اجتماعي شورا رئيس جنرال اقاګل اميري، د بګرام د مجاهدينو شورا منشي محمد فاروق، د قره باغ او کوه دامن د خلکو په استازيتوب مولوي سبحان الله، د غوربند د خلکو په استازيتوب قوماندان توره باز خان، د سالنګ د خلکو په استازيتوب حاجي واسع او ځينو نورو مشرانو خبرې وکړې، وې ويل:  مونږ له جلالتمآب ولسمشر نه مننه کوو چې فضیلتمآب پيرسيد احمد ګيلاني يې چې يو روحاني، مخلص، مجاهد، سوله خوښوونکی او د هرچا د باور او اعتماد وړ  شخص دی د سولې عالي شورا د رئيس په توګه وټاکه.
img kpk head meeting hamal 5 1دغونډې په پای کې د سولې عالي شورا رئيس فضیلتمآب پير سيد احمد ګيلاني له ټولو مېلمنو څخه د زړه له تله مننه وکړه او هغوی ته يې وويل: دا چې سوله يو الهي امر دی، نو موږ او تاسې بايد په ګډه د دې مهم رکن او اساسي هدف د تر لاسه کولو لپاره لاسونه سره ورکړو او په هېواد کې د ټولو افغانانو هغه ارمانونه چې په سولې پورې يې تړلي دي پوره کړو.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.