کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د سولې جرګه جوړه شوه

به اشتراک بگذارید

دکونړ ولایت د سولې ولایتي کمیټې دارالانشاء په ولسوالیو کی د سولې جرګو د غونډو د تد اوم او د سولی بهیر د چټکتیا په موخه د روان کال د حمل په آتلسمه نیټه د شیګل ولسوالۍ له ولسوال، امنیي مسئولینو،دپوهنی مدیر، د حج ارشاد او اوقافو مدیر او د ولسوالۍ د قومي شورا او پرمختیایي شورا له مسئولینو سره غونډه جوړه کړه.
لومړی دسولې روان بهیر په اړه ګدونوالو ته معلومات وړاندې شول وروسته دشیګل ولسوال حاجي عبدالظاهر دسیمې د وضعیت په اړه وویل: له ولس سره زمونږ رابطه ښه ده، خو دا نه شو ویلی چې امنیتي ستونزې په بشپړه توګه له منځه تللې، بلکې لا هم دېته اړ یو چې لا زیاتې هڅې وکړو تر څو بشپړ امنیت ټینګ او خلک ډاډمن ژوند پیل کړي.
ورپسې په سیمه کې پر شته ستونزو بحث وشو او غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.
همدا راز له یادې غونډې دری ورځې وړاندې د حمل په پنځلسمه نیټه د همدې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې ورته جرګه جوړه شوې وه. ياده جرګه د کونړ د سولې ولایتي کمیټې د دارالانشاء د مسئول په وینا پرانیستل شوه، ورپسې د څوکۍ ولسوال، امنیتي مسئولینو، د حج، ارشاد او اوقافو مدیر او د قومي شورا څو تنو غړو، هر يو پخپل وار سره په څوکۍ ولسوالۍ کې د امنیتي ستونزو پر عواملو او حل لارو رڼا واچوله.
په پای کې پریکړه وشوه چی  دعامه پوهاوي تر څنګ به علماء دسولې بهیر ملاتړ ته هڅول کیږي.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.