ښځې د سولې په پروسه کې پوره ونډه لري

به اشتراک بگذارید

ښځینه هم د نارینه وو په څېر د سولې په پروسه کې ځانګړی رول لري او په پوره میړانه خپله وجیبه ادا او ګران هېواد ته د تل پاتې سولې په راوستو کې د قدر وړ هلې ځلې کوي.
دغه خبرې په هغه مناظره کې وشوې، چې د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ښځو د شبکې له لورې د روان کال د جوزا میاشتې په اوولسمه، د سولې په رامنځته کولو کې د ښځینه وو رول په اړه، جوړه شوې وه.
په دې مناظره کې د پکتیا د ښځو شبکې غړو، د یو شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو کارکوونکو، ګڼ شمېر علماء کرامو، قومي مشرانو، ښځینه وو، ځوانانو او د سولې د ولایتي کمیټې منشي جنت خان منګل، د دارلانشاء مسئول حمید الله حسن یار او نورو ګډون کړی وو.
مناظره د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه بیا په پکتیا کې د ښځو د شبکې مشرې ماهرې احمدزۍ د ښه راغلاست وینا تر څنګ د سولې په راوستو کې د ښځینه وو په رول رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې ښځینه هم کولای شي، د سولې په ذهنیت خپرولو کې پراخه ونډه واخلي.
ورپسې  د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې د دارلانشاء مسئول حمید االله حسنیار د سولې د ضرورت او په دې برخه کې د ښځینه وو د رول او مسئولیت په اړه خبرې وکړې؛ زیاته یې کړه، چې ښځینه هم د سولې په پروسه کې پوره ونډه لري؛ او هلې ځلې یې د قدر وړ دي.
ورپسې د پکتیا د سولې ولایتي کمېټې منشي جنت خان منګل د افغانستان د سولې په اوسني بهیر رڼا واچوله او په هېواد کې روانه جګړه یې یوه پردې او  تپل شوې جګړه وبلله، نوموړي د دولت مخالفینو ته خپل پیغام په دې ډول ورکړ، زه له دې منبر څخه د دولت په مخالفینو غږ کوم، چې نور مو وسله په ځمکه کیږدئ او د افغانستان د بې وزله ولس په خاطر، د سولې له بهیر سره یو ځای شئ.
img paktia women role for peace jawza 17 1نوموړي په ځانګړي ډول ښځینه وو ته د پیغام په ډول وویل، چې د دولت په مخالفو ډلو کې همدا زموږ او ستاسې وروڼه او ځامن دي، تر ډېره تاسې باید د سولې پیغام د خپل کور نارینه وو ته ورکړئ، تر څو نور په هېواد کې، بې ځایه وینې بهېدنې ته د پای ټکی کېښودل شي.
د مناظرې په ترڅ کې مدني فعال ډاکټر عبدالهادي حماس او د پکتیا د ولایتي شورا منشي محمد الرحمن قادري او نورو کسانو هم خبرې وکړي.
د یادونې ده، چې د مناظرې په پای کې، له ګډونوالو سره د سولې په اړه د دوی، یو شمېر اندېښنو او پوښتنو ته د مېلمنو لخوا ځوابونه وویل شول؛ مناظره هم په هېواد کې، د تل پاتې سولې او ټیکاو د راتګ په دعایي ویلو سره پای ته ورسېده.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.