پکتیا کې ګڼ شمیر ښځو د سولې نړیواله ورځ ولمانځله

به اشتراک بگذارید

د روان کال د سنبلې میاشتې په اووه ویشتمه نیټه د سې شنبې په ورځ د پکتیا ولایت مرکز ګردیز، د افغان ښځو شبکې په دفتر کې د ګڼ شمېر ښځینه وو لخوا د سولې نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
یاده غونډه چې د افغان ښځو شبکې دفتر لخوا جوړه شوې وه، شاوخوا سلو تنو ښځینه وو په ګډون، یو شمیر ځوانانو هم پکې ګډون کړی وو.
 د افغان ښځو شبکې مسؤلې او د پکتیا د سولې کمیټې غړې زرغونې همت ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا واوروله، د سولې په ارزښت یې هر اړخیزې خبرې وکړې او د سولې په راتګ کې یې د سیمې د ښځینه وو په رول او همدا ډول یې د سولې د پیغام په لیږد کې د دوی رول اړین وباله.
ورپسې د پکتیا د سولې د ولایتی کمیټې د دارلانشاء د عامه پوهاوي څانګې مسؤل محمد خان ریحان خبرې وکړې، نوموړي ګډونوالو ته د سولې پیغام تر څنګ د سولې په راتګ کې د ښځینه رول خورا اړین یاد کړ، هغه له ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې د img paktia int peace day celeb sonbula 27 2سولې پیغام په رسولو کې دې د سولې ولایتي کمیټې  همکاري وکړي.
د پکتیا ولایت د ښځو چارو رئیسې او د پکتیا سولې کمیټې غړې نسرین اوریاخیل هم خبرې وکړې، نوموړې د ښځینه وو یو شمیر ستونزې یادې کړې، چې په ټولنه کې ورسره لاس او ګریوان دي او زیاته یې کړه، چې باید موږ او تاسې خپل وطن پخپله په پښو ودروو او لاس په کار شو، په موږ دغه جنګ پردویو ټپلی نو په کار ده چی د جنګ او جګړو د پای ته رسولو سره میرمنې هم لاس په کار شي.
نرګس د پکتیا میرمنو په استازیتوب خبرې وکړې، نوموړې د ښځینه وو د یو شمیر بنسټونو او هغه میرمنو چې په رضاکاره ډول د سولې راتګ په موخه کار کوي د دوی هلې ځلې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې انشاء الله د علماوو او ولسونو په مټ  به د سولې ارمان ته رسیږو، نوموړې وویل چې همدا زموږ او ستاسې وروڼه او زامن دي چې دواړو غاړو ته په جنګ کې ښکېل دي، دوی ته د عامه ذهنیت خپرولو په موخه څومره مو هم چې په توان کې وي، د سولې په اړه عامه ذهنیت ورکړئ.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.