پکتیا کې د قومي مشرانو لخوا په رضاکاره ډول د سولې راوستو لپاره کمیسون جوړ سو

به اشتراک بگذارید

د روان کال د وري میاشتې په اته ویشتمه نېټه د سې شنبې په ورځ د پکتیا ولایت د سولې ولایتي کمیټې د غړو په هلو ځلو سره، په احمد ابا ولسوالی کې د علماء کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو لخوا د سولې د ټینګښت په موخه یو دولس کسیز کمیسون جوړ شو.
د دې کمیسون د جوړېدو لپاره په ځانګړې جوړې شوې غونډه کې، چې د یادې ولسوالي ولسوال حضرت محمد رودوال، د دې ولسوالي قومي مشرانو، علمای کرامو د پکتیا د سولې کمیټې یو شمیر غړو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د یاد ولسوالی ولسوال د علماوو او قومي مشرانو له دې اقدام نه مننه وکړه او دغه شان حرکتونه یې د ولسونو لخوا د دایمي سولې د راتګ په موخه ښه زیری یاد کړ.
یادې غونډې ته د پکتیا د سولې کمېټې غړي خواني جهاني په خپلو خبرو کې وویل، چې یاد کمیسون به په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره هلې ځلې کوي او له وسله والو طالبانو سره به د خبرو اترو له لارې دایمي سولې ته زمینه برابر او همدا رنګه به د سیمې په کچه د قومي ستونزو مخه نیسو.
د سولې کمېټې بل غړي حاجي ګلام خان وویل، چې د سولې دا کمیسیون به یو ځانګړی کاري پلان ترتیبوي، کمیسیون به د سولې راتګ لپاره هلې ځلې کوي او د وسله والو طالبانو سره به په منطقي استدلال سره د مذاکراتو له لارې ستونزې حل کوي، تر څو یاده سیمه له جګړو خوندی وساتل شي او دغه لړۍ ته به د پکتیا په کچه پراخوالی ورکړي.
د احمد ابا ولسوالي یو تن دیني عالم سیف الرحمن بیا د اسلام له نظره د سولې په ارزښت خبرې وکړې او د سولې له اوسني بهیر څخه یې د ولسونو ملاتړ اړین وباله او په دې برخه کې یې له قومي مشرانو څخه هم مننه وکړه، چې تر ډېره یې د سولې په ټینګښت کې خپل رول ادا کړی دی.
نوموړی وايي د یاد کمیسیون یواځینۍ موخه به په سیمه کې سوله او ثبات راوستل دي، ترڅو یاده سیمه له جګړو او نورو ستونزو وساتل شي او د دې کمیسیون چارې به په سمبولیکه بڼه نه بلکه په عملي ډول تر سره کیږي، چې د وسله والو طالبانو او دولت تر منځ به د شته ستونزو د حل په موخه هلې ځلې کوي او همدارنګه به د قومي لویو او وړو ستونزو د حل لپاره کار کوي.

 

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.