پکتیا کې د علمای کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د سولې په تړاو مشورتي غونډه وشوه

به اشتراک بگذارید

د روان کال د سرطان میاشتې په دولسمه نېټه د سه شنبې په ورځ، د پکتیا ولایت مقام د غونډو په تالار کې د کابل څخه راغلي جیدو علمای کرامو او د پکتیا له قومي مشرانو، دیني علماوو او ځوانانو سره د سولې پیغام د لیږد او اړونده موضوعاتو په تړاو مشورتي غونډه تر سره شوه.
په دې غونډه کې کې چې د پکتیا لسګونو تنو قومي مشرانو، دیني علماوو او ځوانانو ګډون کړی وو، موخه یې په هېواد کې د سولې په وړاندې راولاړ خنډونه، د حل لارې چارې یې او د سولې په تړاو د علماء کرامو، قومي مشرانو نیک نظرونه او لازمې سلا مشورې شریکول وو.
غونډه د قران عظیم الشان په څو مبارکو ایاتونو سره پیل شوه او د ښه راغلاست او د غونډې پرانیستونکې وینا د پکتیا د علماوو شورا په استازیتوب، د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې غړي مولوی خواجه الدین حقبیان له کابل څخه راغلو  علمای کرامو او د غونډې ګډونوالو ته د هر کلي تر څنګ یې په ياده غونډه کې د دوی له ګډون نه مننه وکړه او په هېواد کې یې د سولې روان وضعیت په اړه خبرې وکړې. ویې ویل، چې په هیواد کې روانه جګړه د قومونو د بې اتفاقي او نورو دسیسو لپاره، د هیواد د دوښمنانو لخوا پیل شوې ده، چې کوم اسلامي مشروعیت نه لري، نوموړي د حرمینو شریفینو او د مکې د ملا امام له څرګندونو څخه چې د افغانستان د اوسنیو جنګي حالاتو په اړه یی کړې دي مننه وکړه او ویې ویل، چې موږ ټول علماء یې ملاتړ کوو او د هیواد د اوسني بد حالت او جنګ د مخنیوي په خاطر به هلې ځلې کوو.
ورپسې د پکتیا د قومي مشرانو په استازیتوب قومي مشر او د پکتیا د سولې کمیټې مرستیال حاجي جنت خان منګل خبرې وکړې، نوموړي له ټولو هېواد والو وغوښتل چې د تل پاتې او دایمي سولې په موخه دې، د ځایي طالبانو څخه د اوربند غوښتنه وکړي، چې خبرو ته لاره هواره شي او قومونه دې سره یو موټی شي؛ د یووالي او اتحاد له لارې دې یوه او بل ته د سولې، مینې او ورورۍ پیغام ورکړي او د یوې دایمي او باعزته سولې راتګ لپاره دې هلې ځلې وکړي.
نوموړي په پکتیا کې د تر سره شويو هغو کړنو په اړه چې د سولې په تړاو تر سره شوي دي ګډونوالو ته معلومات ورکړل، د ده په خبره چې لویې پکتیا په تیر کې هم د هیواد په کچه لوی بدلونونه رامنځته کړي، نو دا ځل هم باید چې له لویې پکتیا څخه د سولې غږ پورته شي.
د پکتیا د ځوانانو په استازیتوب لیکوال او ژورنالیست اصیل ځاځي خبرې وکړې، نوموړي د سولې په راتګ کې د ځوانانو او مدني ټولنو په رول خبرې وکړې، ده وویل په هیواد کې مو زور زیاتی او وژنو ډير زور اخیستی، نو موږ او تاسې مجبور او مکلف یو، چې خپل غږ پورته کړو؛ همدارنګه یې د سولې د روان وضعیت په اړه وویل، چې په هیواد مو کې ځینې داسې کړۍ موجودې دي، چې د سولې مخه یې ډب کړې ده، باید د دغو کړیو مخه ونیول شي.
له کابل څخه د راغلو میلمنو له ډلې جید دیني عالم نقیب الله د اسلام له نطره د سولې په ښیګڼو هر اړخیزه وینا واوروله او د پکتیا د قومونو له تاریخي کارنامو او کړنو یادونه یې وکړه، نوموړي وویل، چې د قومونو اتحاد او یووالی موږ دا د سولې خواږه راکولی شي، که سره یو شو د نړۍ هیڅ لوی قوت مو نشي ماتولی، پس د خپلو هیواد والو د وینې د تویېدو د مخنیوي په خاطر سره یو موټی شئ او د سولې راتګ ته مټ راونغاړئ.
نوموړي وویل، چې ښکیلې غاړې حکومت او طالبان پخپله نشي کولای چې د سولې خبرو ته له یوه بل سره مخامخ شي، نو همدا موږ تاسې علماء او قومي مشران یو چې له دوی سره مذاکراتو ته لاره هواره کړو او د هیواد د مظلوم ولس د وینې د تویېدو مخه ونیسو او د یوه بې طرفه درېیمګړي رول په ښه شان سره ادا کړو.
د غونډې په ترڅ کې له کابل څخه راغلې بل دیني عالم عبدالستار خبرې وکړې نوموړي بیا په سوله کې د علماوو او متنفذینو رول اړین وباله، نوموړي د اسلامي تاریخ له اړخه د سولې په طرزالعمل او اړونده موضوعاتو هم خبرې وکړې، نوموړي زیاته کړه چې له دواړو ښکیلو غاړو څخه یې همدا زموږ او ستاسې مسلمان ورور وژل کیږي او ټپي کیږی، ولی دې ته توجه ونه کړو چې څوک مو سره جنګوي او د کوم هدف لپاره، دې موضوع ته په کتو سره علماء مجبور دي ولسونو ته عامه ذهنیت ورکړي.
یاده غونډه په هېواد کې د تل پاتې سولې او ټیکاو د غوښتلو په دوعایې سره، پای ته ورسېده.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.