په ننګرهار کې ۱۱ تنه وسله وال مخالفین د سولې پروسې سره یو ځای شول

به اشتراک بگذارید

د روان ۱۳۹۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۱۱ مه نیټه د وسله والو مخالفینو ۱۱ کسیزه ډله له خپلو سپکو او درنو وسلو سره د سولې بهير سره یو ځای شوه او جنګ جګړې ته یې د پای ټکې کېښود.
یادې ډلې د احمد خان تر مشرۍ لاندې په نازیانو او غني خیلو ولسوالیو کې د دولت ضد تخریبي کړنې تر سره کولې. دوی ته د ښه راغلاست په موخه د سولې ولایتي کمیټې په دفتر کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې پکې د ننګرهار ولایت مرستیال حنیف ګردیوال، سولې ولایتي کمیټې رئیس او منشي، ډایاک مسئولینو او د رسنیو کارکوونکو ګډون کړی وو. غونډې ته په پیلیزو خبرو کې د img nangarhar joining hamal 11 1ننګرهار ولایت مرستیال حنیف ګردیوال د يادې ډلې غړو ته ښه راغلاست ووایه او له دوی یې مننه وکړه چې د حقیقت په درک کولو سره یې د خپلو بې ګناه افغانانو له وژلو لاس واخیست او سوله ېیز ژوند یې غوره کړ. ورپسې د سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي ملک نظیر د سولې په اهمیت خبرې وکړې وې ویل: اسلام د سولې، یووالي او ورورولۍ دین دی نو راځی چې په همدې خبره منګولې کلکې کړو له جنګونو، نفرتونو او بې ځایه وژنو لاس واخلو تر څو د یو سوله ېیز افغانستان څښتنان شو.
د یادې ډلې مشر احمد په تیرو کړنو پښیماني وښوده او ژمنه یې وکړه چې لدې وروسته به د خپل ګران هیواد د سوکالۍ په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.           

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.