په میدان وردګو کې د سولې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

به اشتراک بگذارید

دسپتمبر۲۱مه چې د سولې نړیوالې ورځې سره برابره ده، د روان کال د سنبلې په ۳۱مه د میدان وردګو ولایت د سولې ولایتي دفتر او ولایت مقام لخوا پداسې حال کې ولمانځل شوه چې پکې د دې ولایت والي، د سولې ولایتي کمیټې رئیس او غړیو، د دارالانشاء کارکوونکو، قومي مشرانو، علمای کرامو، میرمنو او ځوانانو ګډون درلود.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د سولې ولایتي دفتر د دارالانشاء مسئول امیرمحمد مظفر د سولې عالي شورا پیغام ولوست، تر دې وروسته د میدان وردګو والي انجنیر ځنډي ګل زماني خبرې وکړې وې ویل: ټول افغانان باید په ګډه، تپل شوو جګړو ، پدیدو او غمیزو ته د پای ټکی کېږدي، ده په ټولو ځوانانو، مدني ټولنو، قومي مشرانو، رسنیو او علماوو او ښځو غږ وکړ چې د سولې غږ بدرګه کړي او د جګړې خلاف یې د وګړو تر غوږونو ورسوي.
ښاغلي  زمانی  د ملي يووالي حکومت هڅې هم وستايلي او وې ويل چې  له حزب اسلامي سره به دسولې روانې خبرې په حقيقت بدلې شي.
ورپسې مولوي سروري د اسلام له نظره د سولې په ارزښت خبرې وکړې وې ویل: په سوله کې خیر دی، تاوتریخوالي، او جګړې ناخوالې رامنځته کوي.
دغه راز د ولایتي شورا رئيس حاجي اختر محمد طاهري هم خبرې وکړې او زياته يې کړه چې سوله نه يوازې د افغانانو اړتیا بلکې ټوله نړۍ سولې ته اړتيا لري.
img wardak celebrate peace day sonbola 31 1همدارنګه د ښځو په استازیتوب مدني فعالې او د ځوانانو پارلمان غړې اغلې ظریفې غفاري خبرې وکړې، څرګنده يې کړه: ښځه په ښه توګه کولای شي خپل زامن او وروڼه د وسلوالو له صفونو را وباسي خومهمه دا ده چې میرمنو ته په سوله کې پوره ونډه ورکړل شي.‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎
دملي اوردو دڅلورمې لوا قوماندان جنرال عبدالرازق هم دسولې په اهميت رڼا واچوله او په ټولو هيوادالو يې غږ وکړ چې د سولې په هڅو کې تر بل هر چا وړاندې شي.
غونډه په  هیواد کې د تل پاتې سولې په دعا سره پای ته ورسېده.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.