په میدان وردګو ولایت کې د سولې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

به اشتراک بگذارید

د روان کال د سنبلې میاشتې په ۳۰مه نېټه د سولې نړیواله ورځ په میدان وردګو ولایت کې په داسې حال کې ولمانځل شوه چې په کې د دې ولایت والي، د سولې ولایتي کمیټې رئیس او غړو، د دارالانشاء مسؤل او غړو، قومي مشرانو، علماء کرامو، د بیلابیلو ادارو رئیسانو، میرمنو، مدني ټولنو غړو او ځوانانو ګډون کړی و.
غونډه د قرانګریم په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې والي الحاج انجنیر ځنډي ګل زماني د سولې په اهمیت او ارزښت خبرې وکړې، وې ویل: سوله د هر مسلمان او افغان دنده ده، هغوی چې د نظام مخالف دي باید په دې قانع شي چې جنګ د حل لار نه ده، د سولې دښمنان غواړي زمونږ په هېواد کې د جنګ میدان ګرم وساتي څو د نا امنۍ له لارې د پرمختیایي پروګرامو مخه ونیسي، زماني له وسله والو مخالفینو وغوښتل څو له تاوتریخوالي او جګړې لاس واخلي، د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په موخه له خپل نظام څخه ملاتړ او د سولې لار غوره کړي، زماني د سولې ولایتي کمیټې او دارلانشاء ته نوي پېژندل شوي کسان وړ کسان وبلل او ورسره د هر ډول همکارۍ ژمنه یې وکړه.
ورپسې د ولایتي شورا رئیس او د سولې کمیټې غړي الحاج اخترمحمد طاهري خبرې وکړې، وې ویل: سوله د آبادۍ، امنیت او پرمختګ په معنی ده، په علماوؤ یې غږ وکړ څو د سولې له پاره سره یو شي، ولسونه او وسله وال مخالفین د سولې په ارزښت وپوهوي، همدارنګه د قلم خاوندانو نه یې غوښتنه وکړه څو د سولې او یووالي له پاره لیکنې وکړي، ده په افغانستان کې پراته قومونه وروڼه وبلل، مذهبي او ژبني مسایلو ته لمن وهل یې د وطن په زیان وبلل.
تردې وروسته د سولې ولایتي کمیټې رئیس عبدالقادر طارق د سولې په اړه هراړخیزه وینا وکړه، وې ویل: مونږ به تل د یو منځګړي په توګه کار کوو او تل به د حق پلوي کوو، سوله د هېواد ټولو قشرونو ته اړتیا لري او دا به په ګډه پرمخ بیایو، img wardak peace day celebrated sonbula 3 2نوموړي وویل: د سولې پیغام د صمیمیت پیغام دی، او له ولسونو غواړم څو دغه پیغام راسره بدرګه کړي، ده په وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې سولې سره یوځای کېدل د تسلیمېدو په معنی نه دي، ستونزې د ټوپک نه بلکې د خبرو د لارې حل کیږي، راځئ خپلې روا غوښتنې د خبرو له لارې له دولت سره شریکې کړئ.
همدارنګه د سولې کمیټې د درالانشاء رئیس محمد اسحق دقیق په خپلو خبرو کې د سولې تجلیل د عقیدې له پلوه اړین وباله وې ویل: اسلام د سولې او ارامۍ دین دی، سوله د الله جل جلاله امر، محمدي تګلاره، د انسانیت غوښتنه او د افغانانو ضرورت دی، روانې تپل شوې جګړې زمونږ د آبادۍ، صحت او بیارغاونې مخه نیولې، له علماوو غواړم څو په هر ځای او ناسته کې د سولې اړوند مسایلو ته اولویت ورکړي، او له ولسونو غوښتنه کوم څو د سولې او ثبات له پاره له مونږ سره ګډ کار او تل پاتې همکاري وکړي، او له وسله والو مخالفینو غواړم چې د حکمتیار صیب په پله پل کیږدي او د سولې او عزت لاره خپله کړي، جنګ د حل لار نه ده، او هیڅ کله جنګ پریکړه نه ده کړې.
د علماو شورا رئیس او د سولې ولایتي کمیټې غړي مولوي عزیزالرحمن صدیقي د خپلې وینا په ترڅ کې له وسلوالو مخالفینو څخه وغوښتل تر څو اسلامي ارشاداتو ته په کتو سره د سولې لار خپله کړي، همدارنګه د سولې کمیټې غړې ډاکتر روشنک په سوله کې د ښځو په رول خبرې وکړې، او غوښتنه یې وکړه څو د هغو عواملو مخه ونیول شي چې د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي او د جنګ د شدت لامل کیږي، قومي مشر ضیاءالدین کمال سوله د هر افغان ارمان وبلله، زیاته یې کړه چې ولسونه img wardak peace day celebrated sonbula 3 3نور د جنګ نه ستړي دي او د سولې له پاره هر ډول قربانۍ ته تیار دي، همدارنګه په غونډه کې د سولې عالي شورا پیغام هم ولوستل شو، غونډه په هېواد کې د تل پاتې سولې او ورورګلوۍ په دعا سره پای ته ورسېده.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.