په ميدان وردګو ولايت کې د پروفېسور برهان الدين رباني د فاتحې او غايبانه جنازې مراسم تر سره شول

به اشتراک بگذارید

نن د شنبې ورځ د ۱۳۹۰ کال د تلې د مياشتې په دويمه نېټه په ميدان وردګو ولايت کې د پروفيسور برهان الدين رباني د فاتحې غايبانه جنازې مراسم تر سره شول، په دې مراسمو کې لومړی د دولتي چارواکو، قومي سپين ږيرو او علماو لخوا فاتحه، د قرآن کريم ختم، غايبانه د جنازې لمونځ او ګډون والو ته د هغه د ځانګړتياو په اړه وېناوې تر سره شوې.

په غونډه کې د شهيد استاد پروفيسور برهان الدين ربانی په  ځانګړتياوو د ګڼو وېنا والو له لورې خبرې وشوې، چې د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي په خپلو خبرو کې داسې و ويل: ((استاد برهان الدين رباني د فکري انقلاب، معتدل سياست، حلم او صبر، ملي يووالي او سولې له لارې غوښتل چې دغه روان ناورين ته د پای ټکی کېږدي))
د ميدان وردګو والي د خپلو خبرو کې و ويل: ((د استاد د وژنې او شهادت په اړه  شکونه او وسوسې پيدا کول د استاد له شهادت، ارمان او سياست سره ظلم دی، ځکه چې استاد يوازې تر بدخشان، ځانګړي قوم يا ځانګړې ډلې پورې منحصر نه، بلکې په ټول ملت پورې تړاو لري او ټول ولس يې په وژنه خفه دی او وژنه يې په کلکه غندي)).

همدا راز په غونډه کې د ولايتي شورا رئيس ښاغلي محمد حضرت جانان او د سولې د ولايتي شورا يو تن غړي هم د غونډې ګډون والو ته د استاد په ځانګړتياو او د هغه له خاطرو څخه يادونه وکړه.

د غونډې په پای کې ټولو ګډون والو استاد پروفيسور برهان الدين رباني ته يو ځل بيا د زړه له کومې دعا وکړه او هم د ملي يووالي په ټينګښت، د دایمي سولې په راوستلو ټينګار وکړ.

د يادونې وړ ده، د وږي په ۲۹ نېټه د اسلامي نهضت بنسټګر، د افغانستان پخوانی ولسمشر، و لسي جرګې پخوانی غړی او د سولې د عالي شورا رئيس په خپل کور کې په ناځوانمردانه بريد کې له پټګي څخه په استفادې په شهادت ورسول شو.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.