په قندهار ولایت کې د سویلي زون له علمای کرامو سره مشورتی کنفرانس جوړ شو

به اشتراک بگذارید

په قندهار ولایت کې د سویلي زون له علمای کرامو سره مشورتی کنفرانس د  ۱۳۹۷ کال د وري په ۱۴ مه نیټه د غازی امان الله خان په تالار کې د هلمند، ارزګان، زابل او قندهار د علمای کرامو په پراخ ګډون سره جوړ شو.
په یاد غونډه کې د قندهار د سولې د ولایتي کمیټې رییس وویل سوله کولای شي د اقتصادی ودې لپاره پراخ زمینه برابره کړي. نوموړي همداراز د سولې په اړه د مشورتي کنفرانسونو جوړل مهم وباله او د غونډې له ګډونوالو یی وغوښتل د سولې د ټینګښت لپاره همکاري وکړي.
د قندهار والی د غونډې بله وینا وال وو چې د کاری زمینې برابرول، د دولت او خلګو ترمنځ د باور پیاوړي کول او پوهنې ته ځانګړي پام کول هغه څه وبلل چې د سولې د ټینګښت لپاره ترټولو زیاد اهمیت لري. ښاغلی ویسا د کنفرانس ګډونکونکو ته په اشارې سره وویل چې دا ګډونوال د سولې غوښتونکي دي او د سولې نه د حمایت لپاره راټول شوي دي.
img kand hpc trip ulema conference hamal 14 2د سولې عالي شورا رییس استاد محمد کریم خلیلي په قندهار کې د سولې په اړه جوړه سوي کنفرانس کې وويل: قندهار د هیواد د لويو تاريخي ولایتونو څخه شمیرل کیژی او د احمد شاه بابا مرکز وو. قندهار د تاریخ په اوږدو کې په دننه، سیمه او نړی کې پریکړه کونکی رول لوبولی دی. د نوموړي په وینا روان جنګ دغه با عظمته خاور د مصیبتونو سره مخامخ کړی او هغه خپل ځان د قندهار ولایت به غم کې شریک بولي. استاد خليلي همداراز هیله وښوده چې د قندهاریان به سوله بریالی کړي او د طالبانو له تحریک یی وغوښتل چې راشی د همدې ولایت څخه چې د افغانستان بنسټ پکې ایښودل شوی سوله وکړی. نوموړي همداراز زیاته کړه چې د سولې غوښتنه د وسلوالو طالبانو د تسلیمېدو په معنی نه ده بلکه د سوله ایز ژوند په معنی ده.
img kand hpc trip ulema conference hamal 14 3د غونډې بله وینا وال د هیواد د علماو د سراسر شورای ریس ښاغلی قیام الدین کشاف وو چې د سولې په اړه د اسلامی ارشاداتو په هکله ګډوالو ته مفصل معلومات ورکړه. د نوموړي په وینا سوله په اسلامی امت کې اصلي او فطري شی دی او جنګ غیر فطري او منفوره دی او انسان د ځمکې د آبادی لپاره پیدا شوی دی. ښاغلی کشاف له علماو وغوښته چې د سولې داعیه پورته کړي او له هغو یی وغوښتل چې د سولې داعیه د هیواد په ګوډ ګوډ کې پرمخ بوزي.
د غونډې نور وینا وال د زابل، ارزګان، هلمند او قندهار ولایت قومی مشران، علما او استازي ول چې هریو په خپل وار د سولې څخه د ملاتړ ترڅنګ ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې په خپل سیمو کې به د سولې د ټینګښت لپاره کار کوي.
د غونډې په پای کې د سولې پروسې د دارلانشا رییس او په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی داکتر محمد img kand hpc trip ulema conference hamal 14 5اکرم خپلواک وویل د سولې په اړه یی ۳۵۰ غونډې کړي او د ټولنې د مختلفو اقشارو غوښتنې راټولي کړي چې د ولسمشر له خوا د کابل پروسس به دوهمه ناسته کې وړاندې شول. د نوموړي په وینا یاد وړاندیز یو عادي وړاندیز نه دی او د هغې لپاره یی حتی د نړی د با نفوذه هیوادونو اجماع یی ترلاسه کړې. هغه همداراز زیاتوي چې یاد وړاندیز د عزتمندو مذاکراتو لپاره یو ښه وړاندیز دی. داکتر خپلواک د تاشکند ناستې ته په اشارې سره وویل چې په یاد غونډې کې هیوادونو د افغانستان حکومت سره ژمنه کړي چې د مذاکراتو څخه به ملاتړ کوي او همداراز د مذاکراتو د کوربه توب لپاره چمتو دي.
img kand hpc trip ulema conference hamal 14 4نوموړي زیاته کړه چې په دواړو خواوو کې ځینې داسې محدودې کړۍ شته، چې سوله نه غواړي او پر وړاندې یې ستونزې جوړوي. اکرم خپلواک د هلمند وروستي پرلت او د سولې خوځښت ته په اشارې سره وویل که طالب ابرو مندې سولې ته غاړه کېنږدي ولسي پاڅون را روان دی او هیڅوک یې نشي درولای، د دې پاڅون امتیاز باید هیڅوک وانخلي دا د خلکو پاڅون دی او د دې لمنه به پراخیږي، ځکه خلک سوله غواړي.

 

img kand hpc trip ulema conference hamal 14 6

 

img kand hpc trip ulema conference hamal 14 7

img kand hpc trip ulema conference hamal 14 8

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.