په قندهار ولایت کې د سولی د ټینګښت او د شخړو د هواري په اړه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړشو

به اشتراک بگذارید

د سولی او ثبات د تامین او د شخړو د لارو چارو موندلو حل په خاطر د سهیل لویدیځ زون د ښځو استازو غونډه د سولی عالی شورا د مرستیالې په ګډون د وری میاشتی په ۵ نیټه د کندهار د ښځو چارو ریاست په تالار کې جوړه سوه. ویناوالو جګړه او تاوتریخوالی د سولی په ټینګښت او د ښځو د حقوقو په رعایتولو کې ستر خنډونه وبلل او د سولې او ملي پخلاینی د تامین لپاره یی د اغیزمنو هڅو غوښتنه وکړه .
په ورکشاپ کې د کندهار دسولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي شیر احمد حقیار د سولې او ملي پخلاینې  تامین په کار کې د ښځو ونډه په بشپړه توګه بیان کړه.
د ورکشاپ په دوام کې د سولې عالي شورا مرستیالې ډاکټری حبیبه سرابي د سولې په عالی شورا کې د ښځو د ونډې د زیاتوالو او تغیراتو راوستولو په باب خبرې وکړې او بیا یی د یوې پریزنتیش په وړاندې کولو سره د ملګرو ملتو د ۱۳۲۵ پریکړه img kand peace stablililty workshop women hamal 5 2لیک چی ډیره برخه یی د ښځو د حقونو په اړره دی وړاندې او له برخه والو څخه یی غوښتنه وکړه چی د سولې پروسې په پیاوړتیا کې کار وکړي.
د ورکشاپ په وروستی برخه کی ګروپي کار تر سره شو چی ګډونوال په څلورو ګروپونو وویشل شو او جوړو شوو پوښتنو ته یی ځوابونه وویل او خپل نظرونه یی له یو بل سره شریک کړل.

img kand peace stablililty workshop women hamal 5 3

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.