په سوله کې د ځوانانو رول

به اشتراک بگذارید

د پکتیا په لنکن ښوونیز مرکز کې د د روان ۱۳۹۴ کال د حوت میاشتې په درویشتمه نیټه د سولې په رامنځته کولو کې د ځوانانو رول تر عنوان لاندې غونډه جوړه شوه.
غونډه چې د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې غړو، ګڼ شمیر ځوانانو او ښځو برخه پکې درلوده،  د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ بیا په پکتیا کې د اسکار موسسې نماینده مسعود پښتون د ښه راغلاست وینا تر څنګ د سولې په راوستو کې د ځوانانو پر رول رڼا واچوله.
ورپسې د پکتیا د خبریالانو ټولنې مشر اصیل ځاځي د سولې د ضرورت او په دې برخه کې د ځوانانو د مسئولیت په اړه خبرې وکړې، زیاته یې کړه، چې دولت او ولس باید په ګډه سره د تل پاتې سولې د تامین پخاطر هلې ځلې وکړي.
همدا ډول د پکتیا د سولې ولایتي کمیټې غړي مولوي خواجه الدین حقبیان هم د اسلام له نظره د سولې پر ارزښت رڼا واچوله او وې ویل : ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري او په دغه ډول غونډو کې د ګډون له لارې خلکو او د دولت وسله والو مخالفینو ته د پیغام په رسولو کې خپل مسئولیت باید ادا کړي.
ورپسې مدني فعال احمد شاه احمدزي هم له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې د مدني فعالیت له لارې دې د سولې راوستو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.
غونډه په هېواد کې، د تل پاتې سولې د راتګ په دعایي سره پای ته ورسېده.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.