په ارزګان کې ولسي غونډه د تل پاتې اوربند غوښتنه وکړه

به اشتراک بگذارید

د روان کال ۱۳۹۷ د اسد  په ۱۶ نیټه دارزګان ولایت د سولې ولایتي کمیټې لخوا د ارزګان ولایت د غونډو په تالار کې د افغانستان دسولی او امنیت په اړه دمکې مکرمی له اعلامیی ، دافغان دینی عالمانو له فتوأ او دحرمینو له امامانو له خطبی څخه د ولسی ملاتړ تر نامه لاندې غونډه جوړه شوه. چی په کې د ارزګان ولایت والي صاحب، د سولې ولایتي کمیټې رئیس د کمیټی غړی دینی عالمانو، قومي او جهادي مشرانو، ، مدنی فعالانو، او خویندو او زده کوونکو پکې ګډون کړې وه .
د سولی کمیټی رئیس صاحب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د غونډې د ګډونوالوته وویل  اوس مهال په افغانستان کې د سولی لپاره لازم شرایط برا بر شویدی د مرور ورورنو څخه می هیله داده چی د شرایطو څخه په استفادی سره نور د حکمت سره مذاکراتو ته حاضر شی او  د ورور وژنی څخه لاس په سر شی. او وروسته ئی  ګډونوالو ته د مکې مکرمې اعلامیه بیان کړه.
د علماؤ شورا رئیس مولوی حمید الله په خپل ویناکې د مخالفینو څخه د تل پاتی اوربند غوښتنه وکړی. او د حرمینو شریفینو خطبو بیان ئی وکړ.
img urozgan ceasefire public support asad 16 2د ځوانانو په استازیتو جاوید خپلواک په خبل ویناکې وویل په جګړه کې د شکېلو ځوانانو  څخه می غوښتنه ده چی د جګړی څخه لاس واخلی او دسولی لار غوره کړی او د ځوانانو په استازیتوب ئی د مکې مکرمی د علماؤ د اعلامیی  او دافغانستان د علماؤ فتوا  څخه ملاتړ وکړي.
د ښځو په استازیتوب شمشاد وکېله قزلباش وویل افغانستان یوه داسې جامعه ده چی سوله ئی د لاپخوا څخه یو افغانی دود او دستور دی نو اوس هم راشی خپل دا دود چی د اسلام د مبارک دین سره هم هیڅ ټکر نه لری دتل لپاره سوله وکړو او سولیز ژوند غوره کړو. او دې هم د ښځو په استازیتوب د مکې مکرمی د علماؤ د اعلامیی او د افغان عالمانو د فتوأ څخه ملاتړ وکړ.
حاجی میراخان یو تن قومی مشر په خپله ویناکې وویل د دوپنځوس اسلامی ممالکو علماؤ دافغانستان جنګ ناروا بللی او دافغانستان لپاره ئی د سولی غوښتنه کړی. نوموړي همدارنګه د مکې مکرمې د علماؤ د اعلامیې او  افغان علماؤ د فتوأ څخه ملاتړ وکړ.
د ولایت مقام هم په خپلو ویناو کې د مکې مکرمی و علماؤ د اعلامیې او دافغان علماؤ د فتوا څخه ملاتړ وکړ او د ولسمشر څخه یی مننه وکړه چی د سولی په اړوند هلی ځلی کوی تر څو افغانانو سوله ایز ژوند وکړي.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.