ولسونه باید د سولې او امنیت لپاره د حکومت او د سولې له عالي شورا سره ګډه همکاری وکړي

به اشتراک بگذارید

دغه څرګندونې د لغمان ولایت د سولې ولایتي کمېټې مرستیال ”مولوی عبدالاحد عتید” د کاوون غږ خپلواکې راډیو سره په مرکه کې وکړې. دغه مرکه چې نن د غرمې وروسته د کاوون غږ راډیو کې ترسره شوه، د لغمان ولایت د سولې ولایتي کمېټې مرستیال د سولې د وروستیو هلو ځلو په تړاو، د کابل پروسې او همدارنګه د ختیځ زون د علماوو د کنفرانس د لاسته راوړنو په اړه ترسره کړې.
ښاغلي عتید وویل: د افغانستان د ملي وحدت حکومت دې ته ژمن دی چې په هره ممکنه لار د سولې د پروسې د بریا لپاره کار وکړي او په دغه برخه کې یې د کابل پروسې د وروستیو پرېکړو یادونه هم وکړه. ده د ولسونو، قومي مشرانو، جهادي قومندانانو، علماوو او ځوانانو رول تر هر چا زیات وباله او ویې ویل که د ټولنې دغه قشرونه وغواړي کولای شي دغه پروسه بریا ته ورسوي.
همدا راز یې پر وسله والو غږ وکړ، چې جګړه د ستونزو د حل لیار نه ده او بايد د سولې له لارې خپلو روا غوښتنو ته ځان ورسوي. مولوي عبدالاحد عتید د مرکې په یوه برخه کې د ديني عالمانو رول ډير مهم ياد کړ او په ټولو ديني عالمانو يې غږ وکړ، چې د ممبرونو له لارې دې خلکو او په ځانګړي توګه د دولت وسله والو مخالفينو ته د سولې غږ ورسوي.  ده همدارنګه د رسنیو نه غوښتنه وکړه چې د سولي او امنیت د ارزښت په اړه برنامې چمتو او وخت نا وخت دې نشر ته وسپاري، څو د ټولنې هر وګړی د سولې، ثبات او امنیت پر ارزښت پوه او دغه لار تعقیب کړي.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.