وسله وال مخالفین دې سوله ییز ژوند ته راوګرځي

به اشتراک بگذارید

مخالف وسلوال دې اسلامي شعایرو او دیني مقدساتو له سپکاوي او د بېګناه انسانانو له وینې تویونې لاس واخلي او د سولې له روانې پروسې سره دې یو ځای شي.
دا څرګندونې د جوزا په ۲۲مه نیټه د مرکز او ولسوالیو جیدو دیني علماوو، خطیبانو او ملاامامانو د لغمان والي عبدالجبار نعیمي سره په هغه ګډه مشورتې غونډه کې وکړې، چې دسولې ولایتي کمېټې د دارالانشاء مسؤل هم پکې برخه لرله. دوی د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د حصارک په مرکزي جامع مسجد کې د شوي تروریستي برید ته په اشارې سره وویل: وسلوال مخالفین دې له اسلامي شعایرو څخه د ډال په صفت کار نه اخلي.
لومړی د حج او اوقافو رئیس سید نجیب الله هاشمې خبرې وکړې بيا د علماوو شورا او عدلي رئیس مولوی عبیدالله الکوزي وينا وکړه، هیوادوال یې یووالي ته راوبلل او یاده يې کړه چې اوس مهال په ټولو لغمان کې د نارینه او ښځېنه مفسرینو له لورې د قران کریم او تفسیر دورې په مسجدونو او کورونوکې روانې دي، ده له ټولو جیدو مفسرینو وغوښتل چې ولس ته د اسلام د مبارک دین په رڼا کې روښانه، رغونکي او سوله ییز پيغامونه ولیږدوي. همدارنګه يې له وسلوالو مخالفینو هم غوښتنه وکړه چې د مبارکې روژې د درناوي په خاطر د تل لپاره د ټوپک له ماشې ګوتې لرې او سوله ییز ژوند ته را وګرځي.
ورپسې لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل: ولایتي اداره هوډمنه ده اوپه ټول توان هڅه کوي څو په هغو ځایونوکې چې اصلاحاتو او سمون ته اړتیا ده اصلاحات رامنځته کړي.
نوموړي دخپلو خبرو پرمهال دیني علماء د ټولنې ځلانده څراغونه یاد کړل او له دوی يې وغوښتل چې په ټولنه کې د ډاډمن امن او تل پاتې سولې دټېنګښت او دعامه فکرونو په جوړونه کې خپل دیني او اسلامي رسالت ترسره کړي.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.