وسله وال مخالفین باید سولې ته غاړه کیږدي

به اشتراک بگذارید

زه د دولت پر وسله والو  مخالفینو ږغ کوم چې د خبرو او تفاهم له لارې خپلې غوښتنې وړاندې کړي، ځکه سوله د اسلام غوښتنه او د افغان ولس مهمه اړتیا ده .
دغه خبره د سولې عالي شورا د پلاوي مشر قاضي حبیب الله فوزي په هغه لویه غونډه کې وکړه چې د ښار او ولسوالیو د سلګونو دیني عالمانو ، قومي مشرانو ، د سولې ولایتي کمیټې رئیس او غړو ، ښځو ، مدني فعالانو او ځوانانو په ګډون د قوس په ۲۱ نیټه د کندهار ښار په فیروز سالون کې جوړه شوې وه .
د غونډې کار د کلام الله مجید د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شو ، بیا د هیواد ملي سرود خپور شو،  وروسته د سولې عالي شورا د پلاوي مشر وینا وکړه، وې ویل: سوله او امنیت د اسلام غوښتنه او د افغان ولس مهمه اړتیا ده، نو وسله وال مخالفین باید سولې ته img kandahar hpc members deleg trip peace consult qaws 20 2غاړه کیږدي. ده د نظام پر وړاندې د ګډوډۍ جوړول  ناسم کار وباله او مصالحه یې د جګړې د مخنیوي یوازینۍ لار  یاده کړه. ښاغلي فوزي  زیاته کړه موږ پر وسله والو مخالفینو ږغ کوو چې د سولې لپاره خبرې پیل کړي، د سولې عالي شورا حاضره ده  هرځای چې دوی وغواړي خبرې ورسره وکړي.
بیا مدني فعال احمد شاه سپر د کندهار د تاریخي اهمیت او د ولسمشر د لاسته راوړنو په باب مفصلې خبرې وکړې .
وروسته د کندهار د سولې ولایتي کمیټې غړي محمد اعظم سمندر د لوی کندهار له ولس څخه د ملي یووالي د رامنځته کولو او د مشروع نظام د ملاتړ غوښتنه وکړه ، بیا د سولې عالي شورا د پلاوي غړي  مولوي یادګار سیفي، د کندهار د سولې ولایتي کمیټې د دارالانشاء مسؤل حاجي محمد عمر ساطع ، د سولې ولایتي کمیتې غړې ډاکټرې عزیزې هم په وار سره د افغانانو د بې اتفاقیو د زیانونو او دښمنانو د دسیسو په باب خبرې وکړې .
img kandahar hpc members deleg trip peace consult qaws 20 3د کندهار د والي مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري به خپلو خبرو کې د افغان ولس د ملي یووالي او د سولې د تامین لپاره صادقانه کار کول د هیوادوالو ملي  دنده وبلله.
په پای کې د غونډې پریکړه لیک د کندهار پوهنتون د محصل روح الله له خوا ولوستل شو چې په یوه برخه کې یې له خپل مشروع نظام نه د ملاتړ ډاډ ورکړل شوی او پر وسله والو  مخالفینو ږغ شوی چې نور د خپل هیواد له ورانولو څخه لاس واخلي او د سولې او پخلاینې لاره خپله کړي.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.