محمد عمر داوودزی په يوه رسمي سفر جرمني ته روان شو

به اشتراک بگذارید

د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داووزي په يوه رسمي سفر نن سهار جرمني ته روان شو.

ښاغلي داوودزی به په دغه سفر کې د جرمني هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې د کړندئ کولو او د نړیوالې اجماع د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي.

او له هغې وروسته به ښاغلی داوودزی په رسمي سفر هند ته روان شي. او د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سربیره به هندي چارواکو سره په افغان سوله خبرې اترې وکړي.

Comments are closed.