محمد عمر داوودزي په کابل کې د اسپانيا شاهي دولت له سفير سره لېدنه وکړه!

به اشتراک بگذارید

د سولې اجماع له پاره په سيمه ايزو چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس محمد عمر داوودزي نن پنجشنبه د روان ۱۳۹۷ ل کال د حوت د مياشتې په دوهمه، کابل کې د اسپانيا شاهي دولت له سفير جبرائيل فيرن سره په خپل کاري دد سولې اجماع له پاره په سيمه ايزو چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس محمد عمر داوودزي نن پنجشنبه د روان ۱۳۹۷ ل کال د حوت د مياشتې په دوهمه، کابل کې د اسپانيا شاهي دولت له سفير جبرائيل فيرن سره په خپل کاري دفتر کې ولېدل او د سولې په روانو خبرو او پرمختګونو کې د سيمې هېوادونو په رول يې بحث وکړ.
ښاغلي داوودزي په افغانستان کې د سولې تأمين په برخه کې د سيمې او نړيوالو همکاريو ته د اړتياوو په ټينګار وويل، چې تر دې دمه د افغانستان سولې له پاره سيمه ايزه اجماع په نسبي ډول پر مخ تللې.
نوموړي د سولې عالي شورا په راتلونکې پلانونو او د سولې مشورتي لويې جرګې په اړه چې په نږدې راتلونکي کې به ترسره شي خبرې وکړې.
په کابل کې د اسپانيا شاهي دولت سفير جبرائيل فيرن په دغه لېدنه کې د سولې پروسې په برخه کې د افغانستان په رهبرۍ، مالکيت او حاکميت ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې هېواد يې د افغانستان سولې عالي شورا سره هر ډول مرستو ته چمتو دى.فتر کې ولېدل او د سولې په روانو خبرو او پرمختګونو کې د سيمې هېوادونو په رول يې بحث وکړ.
ښاغلي داوودزي په افغانستان کې د سولې تأمين په برخه کې د سيمې او نړيوالو همکاريو ته د اړتياوو په ټينګار وويل، چې تر دې دمه د افغانستان سولې له پاره سيمه ايزه اجماع په نسبي ډول پر مخ تللې.
نوموړي د سولې عالي شورا په راتلونکې پلانونو او د سولې مشورتي لويې جرګې په اړه چې په نږدې راتلونکي کې به ترسره شي خبرې وکړې.
په کابل کې د اسپانيا شاهي دولت سفير جبرائيل فيرن په دغه لېدنه کې د سولې پروسې په برخه کې د افغانستان په رهبرۍ، مالکيت او حاکميت ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې هېواد يې د افغانستان سولې عالي شورا سره هر ډول مرستو ته چمتو دى.

Comments are closed.