علماء کرام، قومي مشران، مدني ټولنې او د پوهنتون استادان په ټول هېواد کې د مذاکراتو لپاره د سولې عالي شورا استازي دي!

به اشتراک بگذارید

د سولې عالي شورا پلاوي چې مشري چې مولوي عطاء الله لودين کوله د روان کال د لړم پر ۲۲مه، په ننګرهار کې د ختیځو ولایتونو له علماوو، پوهنتون استادانو، جهادي او قومي مشرانو او مدني ټولنو سره ؛ مشورتی ناستې درلودې.
دغه ناستې چې دوه ورځې يې دوام وکړ لومړۍ ناسته یې د ختیځو ولایتونو له علماوو سره ترسره شوه چې د څلورو واړو ولايتونو نه شاوخوا څلوېښت تنو علماء کرامو پکې ګډون درلود.
غونډه د سولې عالي شورا د غړي مولوي شفیع الله نورستاني له لوري د قران پاک د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه او بیا د سولې عالي شورا د پلاوي مشر مولوي عطاء الله لودین د غونډې ګډونوالو ته پرانیستونې وینا وکړه، وې ویل: افغانستان له اسلامي امت او img nangarhar peace consultation with people aqrab 22 1نړۍ څخه نه بیلیدونکی اسلامي هیواد دی، قانون او نظام یې اسلامي او ۹۹٪ وګړي یې مسلمانان دي. محکمې یې پر شریعت ولاړې دي، او د افغانستان خلک په بشپړه ازا‌د‌‌‌‌‌ۍ سره خپل دیني وجایب ادا کوي، نو د داسې دولت او خلکو پر خلاف هر قسم وسلوال پاڅون او جګړه شرعاً ناروا ده.
ورپسې د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا مشر مولوي قیام الدین کشاف د سولې اړوند هر اړخیزه وینا وکړه او وې ویل چې روانه استخباراتي جګړه زموږ پر ولس له بهره تپل شوې چی هیڅ ډول شرعي بنسټ نه لري، علماء دنده لري چی د خلکو د ذهنونو د روښانه کولو او روان کړکېچ لپاره د سوله ییزې حل لاری موندلو لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي، همدا راز یې مخالفینو ته په پیغام کې وویل، د افغانستان علماء تیار دي چې ستاسې هغو پوښتنو ته ځواب ووایی چې د افغانستان د دولت د مشروعیت په اړه یې لرئ.
img nangarhar peace consultation with people aqrab 22 3بیا د علماوو ازاد بحث ته وخت ته ورکړل شو چې مولوي محمد صادق ماهر، قاري اسرار الله همیم، مولوي ناصر حلیمي،  مولوي عبیدالله بهاري او مولوي عنایت الله مذهبیار  هر یوه په وار سره خپل وړاندیزونه، مشورې او نظریات د سولې عالي شورا  له پلاوي سره شریک کړل .
دويمه ناسته د پوهنتون له استادانو سره وشوه چې له تلاوت وروسته مولوي عطاء الله لودین وويل، تاسې یاست چې نوي نسل ته د ژوند تګلوری ټاکئ، نو مکلف یاست چې د عصري علومو تر څنګ مو زده کوونکي د سولې پر اهمیت او ارزښت هم پوه کړئ.
img nangarhar peace consultation with people aqrab 22 4ورپسې ازاد بحت ته وخت ورکړل شو، چې په کې پوهندوی عبدالغفار صافي، رفیق الله بریالي، نعیم جان سروري، استاد خوشحال او استاد حفیظ الله نیازي خپل نظریات بیان کړل.
درېيمه غونډه د لړم پر ۲۳مه، د څلور واړو ولايتونو د جهادي او قومي مشرانو په ګډون پیل شوه چې لومړی د قرآن کريم څو ايتونه تلاوت شول او ورپسې مولوي عطاء الله لودين د قومي او جهادي مشرانو هرکلی وکړ او د دوی ونډه يې د سولې د بهیر په پياوړتيا کې اړينه وبلله.
مولوي لودين پر جهادي او قومي مخورو غږ وکړ چې په کليو او بانډو کې دوی د سولې عالي شورا استازي دي.
د افغانستان د علماو د سرتاسري شورا مشر مولانا قيام الدين کشاف په خپلو خبرو کې وويل جنګ د پرديو دی خو مونږ پکې سوځو، مونږ غواړو پرته له کوم شرط څخه  img nangarhar peace consultation with people aqrab 22 5له طالبانو سره خبرې وکړو او دهغوی وړانديزونه واورو ټول هغه وړانديزونه چې دشرعيت مطابق او د سولې د راوستلو په لاره کې ګټور وي مونږ يې منلو ته حاضر يو.  
د ازاد بحث په ترڅ کې هر یوه ملک محمد،حاجي محمد ولي او عبدالمالک خان عرب خپل وړاندیزونه او اعتراضونه څرګند کړل.
څلورمه ناسته په همدغه ورځ د ختيځو ولايتونو د مدني ټولنو له استازو سره پيل شوه چې له تلاوت وروسته د سولې عالي شورا غړې اغلې ملالۍ شينواري پرانستونې وينا وکړه او وې ويل چې سوله د ټول ولس اړتيا ده.
اغلې ملالۍ وويل د سولې عالي شورا نوې ستراتیژي جوړه شوې ده. یو عمده هدف دا دی چې د سولې په پروسه کې زیات هېوادوال برخه واخلي او د یو ملي مشکل په هکله ورته وکتل شي. د سولې ټینګول د ولسونو کار دی دا نه د بهرنیانو کار دی او نه د کوم ارګان؛ بلکې ولسونه باید د سولې په ټینګیدو کې برخه واخلي.
ازاد بحث کې مدني فعالې سپوږمۍ بابکرخېلې، شاه ولي سالارزي، شعیب غروال، نقيب احمد اتل، کلثوم هلالزۍ او  سید جهان پاچا د موضوع اړوند څرګندونې درلودې.
د غونډې د پای خبرې مولوي عطاء الله لودين وکړې او وې ويل چې د سولې عالي شورا په يوه وخت د هېواد په ۷ زونونو کې د ولس د نظرياتو د راټولولو په موخه دغه ډول غونډې نيولې دي چې د ټولنې د مختلفو اقشارو نظريات راټول او بيا پرې له بحث وروسته د سولې د عالي شورا په کاري طرزالعمل کې سمون راولي. هغه ګډونوال وهڅول چې له دوی سره د سولې په ټينګښت او له وسلوالو سره په خبرو اترو کې مرسته وکړي ترڅو مو په هېواد کې سرتاسري سوله رامنځته شي. مولوي لودین له ګډونوالو مننه وکړه چې له دوی سره يې خپل نظريات شريک کړل او ژمنه يې وکړه چې د دوی غوښتنې به پرته له سانسوره د سولې عالي شورا تر مشرتابه او ولسمشره رسوي.
غونډه په ټول هېواد کې د سرتاسري سولې د تامين په دعاسره پای ته ورسېده.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.