صلاح الدین رباني: د هغو طلبان نومونه دې باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تور لست څخه وویستل شي کوم چې د پاکستان له زندان څخه خلاص شوې دي

به اشتراک بگذارید

د افغانستان سولې عالي شورا د وروستې سفر او د افغانستان او پاکستان تر منیځ د سولې خبرو اترو په هکله  د روان کال د لړم په ۲۷ نیټه د شنبی په ورځ په کابل کې یو مطبوعاتی کنفرانس جوړ شو.

په دغه کنفرانس کې چی د افغانستان او پاکستان د غوښتنو موضوعګانو شتون درلود ، لومړی د سولې عالي شورا رٔیس محترم صلاح الدین رباني کورنیو او بهرنیو خبریالانو ته وویل چې د دواړو هیوادونو تر مینځ د بحث وړ موضوعات د افغان طالبانو د خلاصون په اړه د پاکستان له زندان څخه دي چې د سولې عالي شورا هیٔتانو او د پاکستان حکومت د توافقات په پایله کې یو ګڼ شمیر افغان زندانیان له بند څخه خلاص شول.  د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه وغوښتل چی دهغو طالبانو نومونه دې د ملګرو ملتونو دامنیت شورا له تور لست څخه لیرې کړي کوم چې د پاکستان له زندان څخه خلاص شوي دي.

همدارنګه صلاح الدین رباني زیاته کړه چې د سولې عالي شورا هڅه کوي چې د طالبانو هغو څیرو ته چی د سولې خبرو اترو ته لیوال دي او غواړي چې د سولې بهیر سره یو ځای شي د خبرو اترو لاره برابره کړي او دوی د سولې له بهیر سره یو ځای کړي. د سولې عالي شورا رٔیس ټینګار وکړ چې د طالبانو نومونو دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لست څخه لیرې کړی شي او دا غوښتنه د دواړو خواو ( کابل- اسلام آباد) په تړونونو درج شوه.

د سولې عالي شورا ویاند او د افغانستان د علماود شورا رٔیس قیام الدین کشاف چی د دغه کنفرانس غړی هم و، د کنفرانس ګډونوالو ته وویل: د پاکستان دولت د دواړو خواو  استازو د خبرو اتر د توافقات  په ترڅ کې د افغانې طالبو زندانیانو  د خلاصون په اړه د پاکستان له زندان څخه  دهمکارۍ ژمنه وکړه. د زیاته کړه چې د اسلام آباد په غونډه کې د سولې عالي شورا او د پاکستان د بهرنیو چارووزارت تر مینځ یوه ګډه مطبوعاتې اعلامیه د ۱۲ مادو په شتون سره په نشر ورسیده چې په هغه کې د دواړو خواو تر مینځ د شرایطو او غوښتنو رعایت شوی دی. د سولې عالي شورا رٔیس او غړي یی خپلو هڅو ته به په دې لاره کې دوام ورکوي او د سولې بهیر د ملاتړ لپاره به چې د هیواد د ډاډمنتیا په ټینګښت کې مهم رول لري، مرسته وکړي.

دغه مطبوعاتې کنفرانس د خبریالانو د پوښتنو په ځواب ویلو سره پای ته ورسید.

 

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.