سوله د کار، زده کړې او ژوند زمینه برابروی

به اشتراک بگذارید

زه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ له ټولو اوسیدونکو څخه مننه کوم چې په خپلو سیمو کې یې د ملي امنیتي ځواکونو په همکارۍ ډاډمنه سوله تامین او د بیارغونې پروژو تطبیق ته زمینه برابره کړې ده.
دا خبره د کندهار سولې ولایتي کمیټې رئیس حاجي شیراحمد خان حقیار د ډنډ ولسوالۍ د دوکلو میانجوی او مرد کلا سیمو له اوسیدونکو مشرانو سره په هغه غونډه کې وکړه چې د میزان میاشتې په لسمه نیټه د سولې کمیټې  د رئیس د کار په دفتر کې جوړه شوې وه.
د غونډې په پیل کې د قرآن پاک څو آیتونه تلاوت شول وروسته د سولې ولایتي کمیټې رئیس هغوی ته ښه راغلاست ووایه، خوښي یې څرګنده کړه چې د ډنډ ولسوالۍ په ټولو کلیو کې ډاډمن امنیت ټینګ شوی چې اوس کوچنیان او ځوانان په زده کړو بوخت دي، کروند ګر او باغوانان د خپلو ځمکو او باغونو په خړوبولو او پاللو اخته دي، نو نړیوالې مرستندویه موسسې باید د ډنډ ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزو ته پاملرنه وکړي. په مقابل کې د برخه والو په استازیتوب حاجي محمد آصف صحرایي او څو تنو نورو د خپلو سیمو ستونزې یادې کړې، او ژمنې یې وکړې چې د سولې او امنیت په ټینګښت کې به د خپل وس او توان تر حده هڅه کوي.
هغوی جګړه بدمرغي وبلله او له ټولو افغانانو څخه یې هیله وکړه چې ددوی په شان په خپلو سیمو کې سوله تامین کړي تر څو په ډاډ سره کار، زده کړې او ژوند وکړي.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.