سوله د ولسونو اساسي غوښتنه ده

به اشتراک بگذارید

دغه څرګندونې د روانې لړم میاشتې په ۳مه نیټه د لغمان د مرکز اړوند د چهاردهي او شاګذر بابا د سیمو قومي مشرانو او سپین ږیرو د یاد ولایت د سولې ولایتي کمېټې له رئیس سره د لیدو په مهال وکړې.
پیل کې د یادو کليو د مشرانو په استازیتوب استاد محمد اسحق پیکان خبرې وکړې، وې ویل: ” سوله او امنیت زموږ د ولسونو اساسي غوښتنه ده او دولت باید په دغه برخه کې خپلې هلې ځلې  ګړندۍ کړي او ولسونه له دولت سره همکار دي.
ورپسې د سولې ولایتي کمېټې رئیس ”مولوی سیدالرحمن احساس” وینا وکړه، وې ویل: ”سوله د یوې ټولنې لپاره حیاتي ارزښت لري، که سوله، امنیت او ثبات وي، نو ټولنه به د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسېږي. ده زیاته کړه: سوله هغه مهال راتللی شي چې ولسونه اوږه په اوږه د خپل حکومت سره همکاري وکړي. همدارنګه ده د خپلو خبرو په جریان کې له مشرانو وغوښتل چی خلک د سولې او امنیت په ارزښت وپوهوي.
غونډه په هېواد کې د تلپاتې سولې په دعا سره پای ته ورسیده.

Post a Comment

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد.